غور کې د دولت لوړپوړی قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

غور کې د دولت لوړپوړی قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

په غور ولایت کې د دولت لوړپوړی قومندان فواد اندرابي له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی

فواد اندرابي د هرات ولایت د سلما بند محافظ او د ظفر قول اردو نوموتی قومندان وو، چې په دې ورستیو ورځو کې د دولتیار ولسوالۍ سمک سیمې ته د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه تللی وو، نن سهار د طالبانو له لوري په یوه برید کې وژل شوی دی

فواد اندرابي په سیمه کې د طالبانو سرسخت قومندان وو، چې په طالب کش سره مشهور وو

د نوموړي وژل کیدل د دولتي ځواکونو او بیا خاص د ګلمجم ملیشو لپاره سخت ګوزار بلل کیږي

د امرالله صالح په شمول ځینو لوړپوړو چارواکو د اندرابي په وژنه ژوره خواشیني ښودلې او د نوموړي وژل کیدل یې لویه ضایعه بللې ده

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي د نوموړي وژنه تائید کړې ده

خطیبي زیاته کړې، چې نن سهار له طالبانو سره په برید کې د قومندان فواد اندرابي د وژل کیدو ترڅنګ درې تنه سرتیري ټپیان شوي هم دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *