د اشغال ناخبره بچوڼي: لیکوال بدر ځلاند – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د اشغال ناخبره بچوڼي: لیکوال بدر ځلاند

د کفر او اسلام، وحدانیت او شرک تر مینځ دښمني له هغې ورځې پیل شوې په کومه ورځ چې خاتم النبیین محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د صفا په غونډۍ وخوت او د مکې قریشو ته یې اواز وکړو چې که زه تاسو ته ووایم چې ستاسو دښمن راغلی او په تاسو د حملې اراده لري ایا تاسو زما په خبره یقین کوئ؟
ټولو په یو غږ ورته وویل چې هو مونږ ستا په هره خبره کلک باور لرو ځکه چې ته زمونږ په مینځ کې یو امین بلل کیږې او هیڅکله دې دروغ نه دي ویلي،
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې ښا نو زه تاسو ته د الهي عذاب څخه د ویرې خبر درکووم چې شرک پریږدۍ یو الله ومنئ کنه سخت عذاب درباندې راتلونکی ده
تر ټولو د مخه د شرک علمبردار ابولهب لعین ډبره راپورته کړه او په رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک یې د ډبرې ګوزار وکړو او ورته ویې ویل چې هلاک شې مونږ دې همدې خبرې ته راغوښتي وو؟
له هغې ورځې څخه د کفر او اسلام تر مینځ دښمني ایجاد شوه چې تر ننه پورې مختلف باطل دینونه د اسلام سره په مقابله بوخت دي او د اسلام د ورکیدو هڅې کوي خو لله الحمد ټول تر ننه پورې کامیاب شوي نه دي او د اسلام د ډیوې د مړه کیدو هڅې یې ناکامې شوي دي،
د تاریخ په اوږدو کې د باطلو دینونو ټولو لارویانو تل د یو بل مرسته کړې او د اسلام پرخلاف سره یو شوي چې د غزوة الاحزاب څخه ددوی دا ظاهري اتحاد شروع شوی او تر ننه پورې روان ده
همدا راز کفارو په هر عصر کې د مسلمانو خلاف له مذبذبه تش په نوم مسلمانانو څخه هم کار اخیستی او د خپلو مسلمانو وروڼو پر وړاندې یې جنګولي دي

کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان یرغل وکړو نو دلته په ډیر شمیر هغه تش په نوم مسلمانان ورسره یو ځای شول چې په نوم افغان او مسلمان یادیدل خو باطن یې له اسلام سره له کرکې او کفر سره له محبت ډک وو
دغو تش په نوم جاهلو مسلمانو له خپلو مسلمانو سره دومره کلکه دښمني پیل کړه چې امریکا یې حیرانه کړله
هغه ظلمونه او وحشتونه یې په خپلو مسلمانو هیوادوالو وکړل چې کفار پرې وشرمیدل خو دوی کوم عار نه احساساوو،
بلأخره د افغان مسلمان او مجاهد ملت بې دریغه قربانیو او کلک مقاومت امریکا او ناټو ماته کړه او د هغه څه منلو ته یې تیاره کړه چې د افغان مجاهد ملت غوښتنه وه
امریکاد خپل هرقسم زور، وحشت، او مکر په کارولو سره ونه توانیدله چې دلته خپله ککړه او لغړه دیمکراسي پلې کړي ،او نور یې د مرګونو او ټپونو تاب له لاسه وکړو ، له افغان ملت سره خبرو ته کیناستله او د بیرته په روغو پښو د وتلو لپاره یې د لارې غوښتلو زارۍ پیل کړې
خو د امریکا اشغال دلته داسې جاهله او په کفري فکر سمبال غلام وګړي پریښودل چې د امریکا له مکمل شکست وروسته هم دوی په ځان نه دي خبر چې مونږ څوک یو، او د څه لپاره روزل شوي یو،
امریکا او ملاتړو یې باربار تر غوږو ور تیره چې افغان ملت او مجاهد طالب ددې خاورې اصیل بچیان او واکداران دي ، زمونږ روزل شوي غلامان تر ټولو نا اهله، جاهل، او د نړۍ په سطحه مفسدین دي
امریکا نارې وهي چې مونږ په افغانستان کې هیڅ کار نلرو او نه دلته د دیمکراسي اوجمهوریت غوښتونکي یو، بلکه افغانستان د افغانانو خپل کور ده او د خپلې خوښې نظام به په خپله خوښه پکې جوړوي
خو د اشغال دا ناخبره بچیان لاهم په ځان نه پوهیږي ،
دوی لا هم د خپلو بادارانو اوبو وړي ورخ ته په لپو کې شګې راټولوي او د بندولو کوشش یې کوي،
دوی تر اوسه هم افغان ملت ته همغه پخوانۍ بیکاره او بې ګټې د پنجاپي کلمه کاروي،
دوی لا هم فرض عین الهي جهاد ته د پنجاب د جګړې نوم ورکوي،
دوی لا هم اسلامي شریعت ته نعوذبالله د ای اس ای قانون وایي،
دوی لا هم ځانونه د افغان ملت استازي بولي،
دوی لا هم د ټول هیواد د پتمنو تور سریو حقوق د رولاغني د خولې په الفاظو کې لټوي او رولاغني د ټول افغان ملت د تور سریو غمخواره او واکداره بولي،
دوی دومره جاهل دي چې په دې نه دي خبر چې زمونږ بادارانو له افغان مجاهد ملت سره زمونږ په سرونو کومه معامله کړې ده ؟او نه په دې لا پوهیږي چې د بادارانو تر سترګو تر ټولو ذلیل او مفسدین ښکارو،
دا چې د افغان ملت د قهر څپو ته امریکا ټینګه نشوه ایا دا څو بې ننګه جاهل غلامان به یې هغه ارمانونه تر سره کړي د کومو په تر سره کولو کې چې امریکا او ناټو پاتې راغله؟
نه هیڅکله هم نه،
دلته به د امریکا له وتلو سره همهاله هغه شرعي اسلامي نظام قائمیږي د کوم لپاره چې په زرګونو افغان ځوانانو په خپلو سینو باروت وتړل
دلته به نور اشغالګر او د هغوی جاسوسان هیڅکله هم د افغان ملت په سرونو نور لوبو ته پرې نه ښودل شي

که د اشغال روزل شوي ناخبره او نا اهله بچیان د بین الافغاني خبرو په درشل کې د اسلامي نظام نفاذ ته غاړه کیږدي نو ددوی فایده پکې ده ،
او که چیرې یې د خپلو بادارانو په اوبو د لاهو شویو ارمانونو تر سره کول غوښتل او لاهم شریعت او افغاني کلتور ته په احترام نه شول قائل نو بیا زمونږ سنګرونه لا هم تاوده دي،
لا هم په زرګونو ځوانان د اسلامي نظام د دښمنانو پر خلاف د استشهادي بریدونو په انتظار دي
تر هغو به دغه غلامان ارام ته پرې نښودل شي تر څو یې چې د افغان ملت غوښتونو ته غاړه نه وي ایښې

ان شاءالله
نوټ
لیکنه د لیکوال خپل نظر ده د ادارې توافق ورسره شرط نه ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *