جنرال جوزف ډنفورډ په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

جنرال جوزف ډنفورډ په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ په یو ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی ده

نوموړي دلته د امریکا په سفارت کې د امریکا له سفیر ”جان باس “او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره کتلي دي

تر اوسه د نوموړي د سفر موخه نه ده جوته شوې چې څنګه دومره په بیړه راغلی او صرف له خپل سفیر جان بوس او د ناټو ځواکونو له قومندان سره میلر سره یې کتلي

تر دې څو ورځې وړاندې د امریکا یو بل لوړپوړی چارواکی جنرال کنټ مک کنزي هم په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *