طالبان: د دولت ټولو کارکونکو ته مو د عفوې غیږ خلاصه ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبان: د دولت ټولو کارکونکو ته مو د عفوې غیږ خلاصه ده – افغان وطن

وروسته له هغې چې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې اترې پای ته ورسیدلې وسلوالو طالبانو یو ځل بیا د افغان دولت د ادارې په کارکونو غږ کړی چې د دولت له لیکو دې راووزي او دوی ورته د عفوې غیږ خلاصه کړې ده

وسلوالو طالبانو ویلي چې د افغان دولت د هرې رتبې او هرې دندې کارکونکو لپاره یې د عفوې غیږ خلاصه کړې ده

طالبانو د افغان دولت له سرتیرو او نورو کارکونکو غوښتي چې د دولت له لیکو دې راووزي او خپل بچیان دې د هغه چا لپاره نه یتیمان کوي چا چې هیواد د نړۍ د فاسدو هیوادونو په دوهم قطار کې درولی

او نه دې نور د پردیو لپاره د پردیو په اسلحه خپل افغانان وروڼه وژني

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *