اندونیزیا: قوي زلزلې د لومبوک تفریحي جزیره ولړزوله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

اندونیزیا: قوي زلزلې د لومبوک تفریحي جزیره ولړزوله

د راسیدلي خبر له مخې ، اندونیزیا کې قوي زلزله شوې چې په ځېنو سیمو کې یې مالې تلفات اړولي دي.

اندونيزيايي رسنۍ خبر ورکوي، دغه ۶.۴ ریشتره زلزلې د لومبوک تفریحي جزیره زیانمنه کړه

یاد تقریحي ځای ته د لیرې او نږدې مقاماتو څخه سلګونه سیلانیان راځي.

ځایي پولیس وایي، پیښه هغه مهال رامنځه شوې چې خلك لا ویده ول او په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او لسګونه ژور ټپیان دي

پولیس وایي، چې یاد ټپیان سیمه ییز روغتون ته وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په لومبوک تقریحې سیمه کې ګن شمیر کورونه او هوټلونه شتون لري چې د قوې زلزلې له امله زیانمن شوي دي

اجمل هڅاند

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *