شهیده ملاله میوندۍ – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

شهیده ملاله میوندۍ

شهیده ملاله میوندۍ په کال ۱۸۶۱ م د قندهار په میوند ولسوالۍ کې زیږیدلې وه

شهیده ملاله میوندۍ د نن نه تقریبا ۱۳۸ کاله واړندې په کال ۱۸۸۰ د جولای د میاشتې پر ۲۷م تاریخ د قندهار په میوند ولسوالۍ کې د وخت له یرغلګرو ځواکونو انګریزانو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت رسیدلې ده خو تاریخ یې د ننګ او غیرت کارنامې تر نن ورځې پورې افغان ولس ته محفوظې ساتلي دي

ویل کیږي، چې شهیده ملاله میوندۍ ددغې سترې او پریکنده غزا په وخت کې د ۱۸ یا ۱۹ کلونو په عمر وه او همدا ورځ یې د واده لپاره متعینه کړل شوې وه چې د میوند په دښته کې د ایوب خان د غازیانو او د یرغلګرو انګریزانو او هندي ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړه ونښته

دا چې د وخت یرغلګر ځواکونه انګریزان او هندوان هلته هم د وخت په ټکنالوژي سمبال وو او توپونه ورسره وو نو په لومړي سر کې یې غازیانو ته زیات تلفات واړول

کله چې ملاله میوندۍ د غازیانو له شهادت خبره شوه نو خپل افغاني او پښتني غیرت دې ته اړ کړه چې د غازیانو سره په دې ګرمه غزا کې برخه واخلي او د جنګ میدان ته ځان ورسوي

کله چې ملالې میوندۍ مجاهدین په ضعیف حالت کې ولیدل او د غازیانو د جنګ جنډه هم پر ځمکه پرېوتې وه نو یې جنډه راپورته کړه او د تکبیر په ملکوتي چیغو سره یې غازیانو ته دا مصرۍ زمزمه کړه

که په میوند کې شهید نه شوې
خدایګو لالیه بې ننګي ته دې ساتینه

او له همدې ټپې سره یې له انګیزانو سره مخامخ جګړه شروع کړه

کله چې د وخت پښتنو او افغان غیرتي ځوانانو د ملالې میوندۍ چیغه واوریده د ټولو د غیرت وینه دوهم ځل په جوش راغله او له زخمونو او ستړیاؤ سره سره یې بیرته په دښمن بریدونه شروع کړل او تر مازدیګره پورې سخته جګړه وشوه چې په اخر کې یرغلګرو انګریزانو شکست وخوړ او په تیښته ولاړل

ددې ګرمې او سختې تاریخي غزا په جریان کې دا د واده د ورځې پښتنه غیرتمنه پیغله ملاله میوندۍ هم د بزدله انګریزانو له لوري په شهادت ورسیدله

انا لله واناالیه راجعون

په دغه تاریخي جګړه کې د یرغلګرو انګریزانو او هندوانو ۹۴۸تنه پوځیان ووژل شول، چې ۲۱ تنه یې مهم قومندانان وو او ۱۱۷ تنه پوځیان یې زخمیان شول چې په نتیجه کې یې غازیان بریالي شول، د جنګ میدان یې وګاټه او یرغلګرو انګریزانو تاریخي شکست وخوړ

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *