د تاريخ حماسه، د ملالې میوندۍ یاد – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

د تاريخ حماسه، د ملالې میوندۍ یاد

خیرالله شینواری

“د ۱۸۸۰ميلادي کال د جولای پر ۲۷مه سهار د لسو بجو شا او خوا د ميوند په دښته کې د غازيانو اسونه وليدل شول، ۲۵۰۰ غازيان چې د ايوب خان اوردو او ولسي خلک سره ګډ وه ميوند ته را ورسيدل . ”
” کله چې ۱۵۰۰ متره را نيژدې شول جنرال بوروز توپچيانو ته د ډزو امر وکړ په دې هيله چې غازيان به تم او پر شا شي، د غازيانو ټوپک او مرمۍ زموږ توپونو او عصري وسلو ته هيڅ هم نه وې، داسي ښکاريده چې په لومړى درو ساعتونو کې به جګړه زموږ په بريا تمامه شي، وروسته جنرال بوروز اسپ سواره قطعې ته د حملې امر وکړ چي انفرادي او لاس په لستوڼي جنګ شروع سو .”
” د جنګ پر مېدان يوه نا ببره او لړزونکې چيغه وشوه، دا چيغه ديوې افغانې پيغلې وه چي پښو ته يې زخمي غازي پروت وو او دې بيرغ په لاس چيغه کړه ”

خال به د يار د وينو کېدم
چې شينکي باغ کې ګل ګلاب و شرموينه
که په ميوند کې شهيد نه سوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

” د دغې ميرمن چغې د الله اکبر په نعرو بدرګه سوې او يو دم د جنګ په ميدان کې بدلون راغی په تورو او مرميو لگيدلي او په وينو لړلي غازيان ، داسي را پورته سول لکه مرگ چې نه وي ”
” د مازديګر سره سم د انګريزانو د ماتې اعلان وشو چې په دغه جنګ کې د انګريزانو ۲۱ اعلى رتبه او غټ قومندانان ووژل سول، يو غټ قومندان يې کيپټن سليډ وو او بل غټ قومندان يې لوټننټ هينس وو او بل هم قومندان مکين وو چې زخمي او ژوندى و نيول سو او په کندهار کې بندي وو چې د سيپټمبر په اوله له مړينې وروسته انګريزانو ته وسپارل شو.

د ميوند معرکې اړوند د انګرېز ليکوال م ورنيټ يادښت !!

د ملالې ۱۳۸ کلن ياد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *