نور المدارس او نور المشایخ(رحمه الله) – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

نور المدارس او نور المشایخ(رحمه الله) – افغان وطن

لیکوال: خامل (وردګ)


د دیموکراسۍ او مدنیت سربازانو یو ځل بیا د دیني علومو په یو مرکز برید کړی: نورالمدارس مدرسه اتیا کاله وړاندې د امام رباني صاحب لمسي حضرت نورالمشایخ رحمه اللّه د شلګر د مستوفي په سیمه کې جوړه کړې. دې مدرسې او په څنګ کې یې خانقاه، د خپل علمي او روحاني ژوند په اوږدو کې زرګونه علماء، اصلاحي مرشدین او زیات شمېر جهادي قائدین ټولنې ته وړاندې کړي. د روسانو په وړاندې د جهاد فتوا، پیلول، غزول، او دکامیابۍ تر بریده رسول، د همدې مدرسې او خانقاه د هغو فارغینو کارنامه وه، چې هماغه مهال یې رهبري د نورالمشایخ رحمه اللّه د رشید زوی: مفقودِ اسلام و وطن (ضیاءالمشایخ محمد ابراهیم مجددي) په غاړه وه!

حضراتو د دې مدرسې او مجاهدې خانقاه له لارې، د رهبرۍ د هرې کچې وړ کدرونه روزلي چې په هغوی کې د نمایانو څېرو په توګه: مولوي رفیع اللّه (مؤذن) شهید مولوي نصر اللّه(منصور) مولوي عبالستار(صدیقي)مولوي رحیم اللّه(زرمتي) یادوی شو. لدې نه علاوه، نژدې د هر ولایت په کچه د جهاد لومړی پیل او بیا یې رهبري د همدې مدرسې او خانقاه د متعلقینو په لاسو وه!

پاته دې نه وي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې خپله حضرت صاحب هم لوی ځای لري؛ ده د انګریزانو په وړاندې په مسلح جهاد کې عملي کردار درلود! د موږ اسلامي جامعې ته د بې دینۍ او غربي آزادۍ لومړی واردونکی خبیث امان اللّه هم د همدې حضرت صاحب ځواکمنې_ روحاني لغتې، د تل لپاره لدې خاورې تری تام کړ! نوموړی د سیمې؛ بلکې د ګردې نړۍ په کچه د زیات شهرت او اغېز خاوند و، یوچا وې چې اوس کوم انګرېز یو کتاب لیکلی چې بیخي ډېرې صفحې یې د حضرت صاحب په تاریخ او یادون مشتملې دي! په یو ځای کې یې ویلي چې، له دې غونډې سیمې نه موږ دغه سړي پسې وا خیستو! یوه بله کیسه یې رایاده شوه، وایي یو ځل د پاکستان دوخت پاچاه ذوالفقار علي بوټو د جماعت اسلامي په مؤسس (مولانا ابوالاعلی مودودي) باندې د اعدام حکم صادر کړ، چې کله حضرت صاحب پرې خبر شو، نو دستي یې د کابل د ملي رادیو له لارې دپاکستان د حکومت په نوم داسې پیغام خپور کړ: (پاکستانه تاته وایم: مودودي یو مسلمان دیني عالم دی، هوش کوه چې اعدام یې نکړې! په هغه ټول عالم اسلام خپه کیږي خصوصآ این فقیر!) هماغه و چې پاکستان لدې اقدام نه تېر شو!

(مودودي) سره لدې چې له حضرت صاحب سره په فکري او عقیدوي لحاظ ډېر توپیر لاره: د دواړو دیني مزاج او بر داشت، د مبارزې او فعالیت طور و طریق او اساساتو زیات تفاوت درلود؛ خو دا چې( مودودي) یوازې د مسلمان عالم او مبارز په توګه اعدامېده، نو حضرت صاحب د خپلې پراخ دلۍ له مخې له نوموړي سره خپل فکري واټن ته هیڅ توجه ونکړه او په یوه تاریخي اخطار سره یې نوموړی له اعدام نه بچ کړ!
د یادونې وړ ده چې حضرت صاحب، له خپلې دا وړ اخلاقي همدردۍ او همکارۍ نه د هماغه وخت، هغه مصري اخوانیان هم نه و بې برخي کړي چې د خبیث جمال ناصر د سختو فشارونو باوجود، د اسلام په نوم په مبارزه بوخت ول.

د موږ د وردګو، مشهوره علمي څېره، جهادي او سیاسي رهبر مولوي رفیع اللّه (مؤذن)_ چې خپله د همدې حضراتو له مدرسې فارغ او د همدوی تر روحاني وزْرونو لاندې پالل شوی کس و_ کیسه کوله چې د مجاهدینو د حکومت په مهال، قاضي حسین احمد، د مجاهدینو تر منځ د جوړ جاړي په موخه، کابل ته راغلی و، نو ما خو یو دا ورته ووې چې خدای دې په دې هڅو کې نیت خالص داللّه لپاره وګرزوه!!! او بیا مې ورزیاته کړه: چې قاضي صېب یوه پوښتنه درنه کړم رښتیا به راته وایې، ماوېل موږ داسې اوریدلي چې مودودي صاب د حضرت صاحب د اخطار په برکت له مرګه بچ شو، د تاسې معلومات پدې باره کې څه دي؟ وایي ده راته وېل چې بالکل همداسې ده؛ د موږ ټول تنظیم په همدې واقعیت معترف دی!

له نورو ګڼو تاریخي شواهدو سربېره پورتني تاریخي دستاوېزونه، د دې وړتیا لري چې په هغه پوچ او کاذب تصور د ابطال کرښه راکاږي چې وایي: تصوف او خانقاهیت، د تعطّل، تنبلۍ او له ژونده د فرار دوهم نوم دی!! بلکې موږ په واز کومي دا دعوه کوو چې د اسلام په ټول انقلابي او علمي _تجدیدي تاریخ کې داسې انقلابي او تجدیدي کارنامه نشته چې علمبردار او په مخ وړونکي یې دې په یو ډول نه یو ډول، رسمي یا غیر رسمي توګه له روحانیت سره مربوط نه وي! له تاریخي توګ نه علاوه که دا موضوع له نفسیاتي پلوه وارزوو، نو هم یې نتیجه همدا راوزي؛ ځکه د داسې با حُجمه انقلابي او تجدیدي چارو پیلول او په مخ وړل، طبعآ،د هغو صفاتو، باطني کیفیاتو او قلبي جذباتو تقاضا کړي چې د استحصال ضمانت او کفالت یې یوازې او یوازې د برحقې خانقاه او رښتیني روحانیت په وس پوره دی او بس!

هو! وي به داسې صوفیان چې په هکله یې پورتنی تصور صدق وکړي؛ خو دیو څو منفي اشخاصو د منفي کردار په اساس غونډ فکري مکتب او سلسلې ته داسې دروغ منسوبول نو هیڅ انصاف ندی!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *