اسلام او عقلانیزم: / څلورمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

اسلام او عقلانیزم: / څلورمه برخه – افغان وطن

ملاحبیب الله ”مؤذن “

…لدې خبرو دې هیڅکله هم څوک دا تاثر نه اخلي چې ګواکې د اسلام احکام په عقلي بنیادونو، مصالحو اوحکمتونو باندې بناء نه دي، او یا اسلام د خپلو احکامو داسرارو او عقلي مصالحو د تفتیش مانع دی؛ بلکې دا په خپله یوه فاسده اومردوده نظریه ده؛ ځکه د اسلام احکام په بې شمیره دنیوي او أخروي فوائدو او مصالحو باندې مشتمل دي.

او داسې به ولې نه وي؟ د هغه انسان په لاس-چې د خپلې شاوخوا له ډیرو محسوساتو څخه غافل او ناخبره دی- جوړ شوي مقررّات اوقوانین، ډیری ښیګڼې لري، نو د عالم الغیب والشهادة له خوا وضعه شوي قوانین به ولې داسې نه وي!؟

معتزله چې یوه باطله فرقه ده وایي:
د اسلام احکام په عقلي مصالحو باندې بناء ندي! دوی د دیني احکامو او د تعمیل په صورت کې یې د اللّه تعالی له لوري د بدلې ورکولو مثال داسې بیانوي: یو سړی خپلو غلامانو ته ووایي چې دا ډبرې له دې ځای نه هغه ځای ته یوسئ! حالنکې د ډبرو په وړلو کې-د غلامانو د آزمایلونه پرته – بله هیڅ ګټه نه وي، خو که چا یوړې نو د دومره انعام مستحق به وي، او که چا لدې حکم نه سر وغړاوه نو دا،دا، سزابه ورکړم.

خو د شرعي تکالیفو او احکامو رښتینی مثال هغه یو دی کوم چې د اسرارالشریعت د میدان نابغه شهسوار ” شاه ولی الله دهلوي” په خپل شهکار أثر “حُجّة اللّه البالغة “کې بیان کړی دی، نوموړی وایي: دا داسې مثال لري لکه د یو چا غلامان په بیلا بیلو ناروغیو مبتلا شي، نو یې بادار یو طبیب ورولیږي، او دا امر ورته وکا چې په کومو طریقو سره د دوی علاج ممکن وي هغه ټولې پرې عملي کړه، ترڅو روغ رمټ شي. طبیب هم دوی ته په ورتلو د دوی د علاج په پار بیلابیل کارونه پرې مقرر کا، او له ډیرو نورو نه یې منعه کا. نو اوس که چا د طبیب خبره ومنله هغه په حقیقت کې د بادار خبره ومنله چې د طبّي لارښوونو په عملي کولوسره هم د خوشاله او صحتمند ژوند څښتن شو او هم یې خپل بادار خوشاله او راضي کړ. بادار یې د دې طاعت په بدله کې ډیر انعامونه او تحفې هم ورکړې. او که چا د طبیب خبره په ځمکه وغورزوله، خپله هم د مرضونو له وجې له هلاکت او بدبختۍ سره مخ شو همدا راز یې بادار هم ترې ناراضه او خپه شو چې بالآخره یې بادار د همدې سرکشۍ په مقابل کې ښه درنه سزا هم ورکړه.

نو همداسې الله تعالی په روحاني مرضونو اخته انسانانو ته انبیاء علیهم السلام رالیږلي دي، تر څو یې په خپلو روح بښونکو تعلیماتو صحت یاب او د دنیوي او اخروي سعادت څخه برخمن کا.

که یې هر چا احکام عملي کړل نو د الهي رضا او آخرت په فایدو سربیره به ډیرې دنیاوي نیک بختۍ هم ترلاسه کړي.

شاه ولی الله دهلوي په خپل نوموړي کتاب کې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ،صحابه وو او تابعینو رضوان الله علیهم اجمعین اړوند ډیری داسې مثالونه ذکر کړي دي چه دوی به د شریعت د احکامو اسرار او مصالح بیانول.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *