ښایي راتلونکو دوو کلونو پورې د کاسا زر د پروژې برېښنا تر افغانستانه را ورسیږي – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

ښایي راتلونکو دوو کلونو پورې د کاسا زر د پروژې برېښنا تر افغانستانه را ورسیږي

د رسنیزو خبرونو له مخې، ښایي راتلونکو دوو کلونو پورې د ”کاسا زر“ پروژې له لارې د تاجکستان او قرغزستان برېښنا افغانستان او ګاونډي هیواد پاکستان ته ورسیږي

کاسا زر پروژه چې مالي ملاتړ یې امریکا او نړیوال بانک په غاړه لري تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا په ورکړې سره وصلوي

په دې اړه د تاجکستان یو لوړ رتبه دیپلومات ویلي، د یادې پروژې چارې خورا په بریالۍ توګه پر مخ روانې دي او تمه ده په راتلونکو دوو کلونو کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

که څه هم افغان حکومت د یادې پروژې د امنیت په وړاندې وسله وال طالبان خنډ ګڼي، خو تاجک دیپلومات ویلي، وسله والو طالبانو ژمنه کړې چې د یادې پروژې په وړاندې به خنډ نه جوړیږي بلکې ساتنه به یې کوي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *