افغانستان ته له قزاقستان څخه ۳۳۰۰ ټنه اوړه واردیږي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

افغانستان ته له قزاقستان څخه ۳۳۰۰ ټنه اوړه واردیږي – افغان وطن

افغانستان چې مخکې به یې ډېر اوړه او غنم له پاکستان څخه اخیستل، اوس یې زیاته سوداګري له قزاقستان څخه پیل کړې ده

قزاقي رسنیو ویلي، دا ځل دغه صادرات له ترکمنستانه تېریږي او افغانستان ته رسیږي؛ چې دا لاره څه باندې درې نیم زره کېلو متره ده، تر پخوانۍ لارې دوه نیم برابره لنډه ده

د رسنیزو خبرونو له مخې، قزاقستان د افغانستان تر څنګ ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم غنم او اوړه صادروي

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ایراني چارواکو هم خبر ورکړ، چې د چابهار بندر زیاتره برخه تکمیل شوې چې اوس هند او افغانستان کولی شي په دغه بندر خپل تجارت پیل کړي، خو دوی وایي، په یاد بندر لا هم کار روان دی او ژر ده چې کاري بهیر پای ته ورسیږي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *