رویټرز: وسله والو طالبانو د امریکا نوي وړاندیز ته مثبت ځواب ووایه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

رویټرز: وسله والو طالبانو د امریکا نوي وړاندیز ته مثبت ځواب ووایه – افغان وطن

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی، تر څو له دوی سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې وکړي

یاد اژانس وایي، د قطر د سیاسي دفتر ویاند ”سهیل شاهین“ ویلي، دوی هر وخت له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې وه خو د امریکا له لوري د مثبت ځواب په تمه وو

نوموړي رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، زمونږ غوښتنو ته د امریکا له لوري مثبت ځواب ویل ستر پرمختګ دی، څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په اړه ورسره خبرې وکړو

شاهین د مرکې په جریان کې ویلي، ملګري ملتونه باید د طالبانو په مذاکراتي ټیم د تور لېست بندیزونه لرې کړي، تر څو په ډاډمنه فضاء کې د خبرو مثبتو پایلو ته ورسېږو

شاهین زیاته کړه، په دغو مخامخ خبرو کې به د امریکا غوښتنو ته هم پاملرنه وشي، خو د خبرو اصلي محور افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی چې باید له امریکا سره ورباندې مخامخ خبرې وشي

د سیاسي شنونکو پر باور، د امریکا وړاندیز ته د وسله والو طالبان مثبت ځواب ښایي هیواد د سولې او ثبات له نعمته برخمن کړي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *