ازبکستان غواړي افغانستان کې د نساجۍ ۶ فابریکې جوړې کړي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

ازبکستان غواړي افغانستان کې د نساجۍ ۶ فابریکې جوړې کړي – افغان وطن

د ازبکستان د باندېنیو چارو وزیر ”عبدالعزیز کاملوف“ او ورسره لوړ پوړي پلاوي تېره ورځ له ولسمشر غني سره لیده کاته وکړه

له ارګ نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ازبکستان د باندېنیو چارو وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، هیواد یې غواړي افغانستان کې د نساجۍ ۶ فابریکې چې په نړیوالو معیارونو اراسته وي جوړې کړي

اعلامیه کې راغلي، ولسمشر غني د نوموړي د دې کار هرکلی او مننه یې کړې ده خو غوښتنه یې ترې کړې، تر څو په افغانستان کې د سیمنټو د پنځو فابریکو په جوړولو کې هم مرسته وکړي

د مالوماتو پر اساس، د ازبکستان له خوا د ولسمشر غني غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی دی

په پای کې ولسمشر وویل، له ازبکستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ټول خنډونه له منځه یوړل شي او ډاډمنې ترانزیتي اړیکي دې را منځته کړل شي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *