بلخ کې په لومړي ځل د کبانو د تولید او تکثیر خورا ستر فارم جوړ شو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

بلخ کې په لومړي ځل د کبانو د تولید او تکثیر خورا ستر فارم جوړ شو – افغان وطن

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت، د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د لومړي ځل لپاره په بلخ کې د کبانو د تولید او تکثیر خورا ستر فارم جوړ کړ

د مالوماتو پر اساس، یاد فارم به له ۳ میلیونو څخه د زیاتو کبانو د تولید وړتیا ولري

د دغې پروژې مسؤلین وایي، له یاد فارم نه یې موخه په افغانستان کې د کبانو تولید او د کبانو د روزنې دودول دي

بل خوا د بلخ د کرنې ریاست مسؤلین وایي، چې دا ډول پروژې به وکولی شي بزګران او مالداران د ځان بساینې په لور وخوځوي

د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د کبانو د روزنې لس فارمونه رغولي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې د کبانو د تولید پروژه د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې تطبیقیږي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *