غزوه خندق او د بنو قریظه انجام/ ورستۍ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

غزوه خندق او د بنو قریظه انجام/ ورستۍ برخه – افغان وطن

د بنو قریظه مشر کعب ابن اسد خپلو کسانو ته وویل چې مسلمانان مو هسې هم نه پریږدي نو راځئ داسې کار وکړو چې خپل ټول ښځې او ماشومان اول خپله مړه کړو بیا د باندې ور ووځو او تر اخیري سلګۍ پورې به وجنګیږو که کامیاب شو او مسلمانو ته مو شکست ورکړو نو بیا به ښځې وکړو او بچیان به مو پیدا شي او که مونږ یې قتل کړو نو بیرته خو به مو خپلو بچیانو ته زړونه نه وي ختلي کلیوالو ورته وویل چې داسې خو نشي کیدلای ځکه خپل بچیان مونږ څنګه ووژنو؟.

بیا یې ورته وویل چې ښه بیا داسې وکړئ چې دروازې به خلاصې کړو او بهر به ور ووځو او تر اخیري سلګۍ به وجنګیږو یا به کامیاب شو یا به ټول ختم شو د کعب دا خبره هم چا خوښه نکړه ځکه پوهیدل چې مسلمان راباندې غالبه کیږي نو جنګ کومه ګټه نلري.

بیا یې ورته وویل چې دا هم نکوئ بیا صرف یوه لاره پاتې ده او هغه دا چې ټول وسلې په ځمکه کیږدو او مسلمانانو ته تسلیم شو چې مسلمانانو هره فیصله راباندې وګړه هغه رقم به شو.

ټولو دا فیصله ښه وګڼله او مسلمانانو ته یې وویل چې مونږ تسلیمیږو او جنګ نه کوو هغه وو چې د بنو قریظه علاقه بیغیر له جنګه فتحه شوله او په زرګونو مینځې او غلامان او زیات شنه باغونه او اسلحې صحابه وو ته په لاس ورغلل او مدینې منورې ته واپس لاړل هلته چې ورسیدل نبي علیه السلام صحابه راټول کړل او ورته ویې ویل چې له دوی سره باید اوس څرنګه معامله وکړو؟

د أوس قبیلې مشرانو چې له اسلام نه مخکی یې د بنو قریظه وو سره ورورګلوي او ملګرتیا لرله هغو وویل چې د بنو اسد په شان به یې له دې علاقې څخه وشړو مالونه ، کلي او باغونه به یې زمونږ شي نور دوی ته به څه نه وایو.

نبي علیه السلام ورته وویل چه خوښه مونده چې د دوی فیصله داسې څوک وکړي چې ستاسو مشر وي د أوس قبیلې مشرانو ورته وویل چې بلکل مو خوښه ده.

نبي علیه السلام وویل چې د بنو قریظه فیصله به حضرت سعد رضي الله تعالی عنه ته وسپارو هغه چې کومه فیصله وکړه په هغه به عمل وکړو سعد رض د انصارو مشر او جلیل القدر صحابي وو چې د خندق کنستلو په وخت کې زخمي شوی وو او په کور کې پروت وو صحابه وو ټولو دا خبره ومنله.

سعد رض یې را وغوښت هغه اګر که زخمي وو خو په خره باندې کیناست او مسجد نبوي ته را غلی کله چې راورسید، په ډیر ضعیف حالت کې وو نبي علیه السلام صحابه وو ته وویل چې “قومو لسیدکم” یعنې خپل مشر او سردار ته جګ شئ!.

سعد رض وفرمایل چې تاسې په ماباندې فیصله کوئ ایا تاسې زما فیصله منئ؟

صحابه وو ټولو وویل چې هو مونږ ستا هره فیصله منو بیا سعد رضی الله عنه وویل چې رسول الله علیه السلام ته به هم زما فیصله د قبول وړ وي؟

نبي علیه السلام ورته وویل چې هو ستا فیصله ماته د منلو ده ته چې کومه فیصله وکړې هغه به عملي کوو
سعد رض الله تعالی عنه داسې فیصله وکړه چې د دوی جنګیالي باید ټول ووژل شي او ښځې او بچیان یې غلامان شي او مالونه یې غنیمت شي
دا خبره نبي علیه السلام او ټولو صحابه وو ومنله او د بنوقریظه غدار پلیت یهود ټول غټان نارینه د صحابه کرامو لخوا ووژل شول او نور هر څه یې ترې غنیمت پاتې شول.

فقطع دابر القوم الذین کفرو ولحمدلله رب العلمین

دا نن سبا چې څوک د یهودو په وعدو غولیږي دې نا اهلو مسلمانانو ته خپل د اسلافو تاریخ نه ده معلوم ټول عمر یې انګریزي تاریخونه کتلي او اوس خپل مسلمانان د یهودو په حق کي ګرم او ناحقه او ناپوه بولي

وما علینا الا البلاغ المبین

قیصه مې مختصره ذکر کړه که کومې خبرې راڅخه پاتې وي معذرت غواړم

{و صلی الله علٰی نبیه واله وصحبه اجمعین}

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *