استعمار، دوهابیت اصلي سرچینه! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

استعمار، دوهابیت اصلي سرچینه! – افغان وطن

_____________________
لیکوال: خامل “وردګ ”
…په تېرپسې_څلورم مجلس:
_____________________________
انګلیس جاسوس،همفري وړاندې لیکي: یوه ورځ ترکاڼ عبدالرضاء د شیخ جواد”قُمي “په نوم یو شیعه شیخ ته مېلمستیا وکړه، زه او محمد هم پکې وو، شیخ جواد او محمد په بحث سره کېوتل، د دې بحث دا یو څو خبرې مې په یاد دي:
قُمّي شیخ: ته چې هر کله دومره آزاد خیاله یې چې د هیڅ مذهب تقلید نکوې نو بیا ولې د موږ غوندې د حضرت علي تقلید نکوې؟

محمد: علي هم دعمر او نورو صحابه وو(رضوان اللّه علیهم) غوندې یو سړی دی چې وینا یې هیڅ شرعي دلیل نشي کیدی! شرعي دلیل یوازې قرآن او سنت دی.

قُمي شیخ: هغه څنګه له نورو صحابه وو سره مشابه کوې؟ حالنکې د هغه په هکله پیغمبر علیه السلام ویلي: انا مدینة العلم وعلي بابها.

محمد: که داسې وای نو بیا یې ولې داسې نه ویل چې ماتاسو ته قرآن سنت او علي رضی اللّه عنه پریښي؟

قُمي شیخ: پیغمبرعلیه السلام دا ویلي چې (انّي تارک فیکم الثقلین:کتاب اللّه وعترتي) علي دعترت(کورنۍ) مشر و.

محمد دا حدیث و نه مانه، خو شیخ یې په ځواب کې د معتبرو کتابونو حوالې ورکړې او پدې توګه یې محمد چپ کړ. خو بیایې هم داعتراض په توګه زیاته کړه: نو په دې صورت کې بیا دپیغمبر علیه السلام سنت څه شول؟

قُمي شیخ: سنت د قرآن شرح ده او پدې حدیث کې له قرآن نه کتاب اللّه او شرح یې دواړه مراد دي.

محمد: آیا عترت د قرآن شرح نده؟ که پیغمبرعلیه السلام عترت دقرآني شرحې لپاره پریښي وي اوسنت هم د قرآن شرحه شي نو بیا خو دسنتو په موجودیت کې عترت ته ضرورت نه پاته کیږي.

شیخ قمي: له پیغمبر علیه السلام نه وروسته خلک یو شارح ته ضرورت لري چې قرآن د وخت له غوښتنو سره سم ورته شرحه کړي او دا کار عترت کولای شوای نو ځکه یې له قرآن سره عترت هم یو ځای کړ.

زه د دې بوډا شیخ په وړاندې د محمد په بې وسۍ هک پک وم؛ هغه مې د شیعه عالم په لاس کې داسي مغلوب ولید لکه د صیاد په لاس کې ښکارشوې مرغۍ!

لنډه داچې ما خپله ورکه په محمد کې ومینده په کوم څه پسې چې ګرزېدم هغه ټول په ده کې موجود ول، د ما لپاره ډیره جالبه اولویه خبره د هغه زړورتیا، د دین د لویانو په وړاندې یې بې باکي او له قرآن_ حدیث نه داسې آزادانه رایه چې په هیڅ مذهبي لارښود بند او واز نه و. بې له شکه دا هغه څه و چې مایې له لارې کولی شوای په اسلامي ټولنه کې خپل ماموریت ترسره کړم!

هو،رښتیا! د دې ځوان او په ترکیه کې دما د سپین ږیري استاد تر منځ څومره ډیر توپیر و: هغه یې د دین دلویانو په هکله د غره په څیر نه خوځیدونکې عقیده درلوده د ابو حنیفه رحمه اللّه نوم به یې له ډیر ادب نه په اوداسه یاداوه، بخاري شریف ته یې د بې اودسۍ په حالت کې لاس هم نه وروړ. خو محمد به په ډیره سپکاوۍ سره د امام ابو حنیفه رحمه اللّه نوم یاداوه او ویل به یې: زه له ابو حنیفه نه ښه پوهیږم. او دبخاري په هکله به یې ویل چې نیمی یې باطله ده.

ما له محمد سره تار واچاوه او دا به مې ورته وېل: چې ته ترعمر او علي رضی اللّه عنهما نه خدای ته ډیر ګران یې!! او کله به مې ورته وېل: که ته هغه وخت وای نو پیغمبر علیه السلام به خامخا خپل جانشین ټاکلی وای! او دا به مې هم ډېر ورته ویل چې زه غواړم اللّه تعالی اسلام د تا په لاسو نوی او تجدید کړي! او همدا ته یې چې اسلام لدې انحطاط نه ژغورلی شې!!
____________
نور بیا….

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *