د صفر یک قطعې قومندان ”عزیزالله“ وژل شوی/ انځورونه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان انځور خبرونه ملټي ميډيا

د صفر یک قطعې قومندان ”عزیزالله“ وژل شوی/ انځورونه – افغان وطن

تازه راپورونه وایي، چې د پکتیکا ولایت د صفر یک قطعې قومندان “عزیزالله کاروان” په یو وسلوال برید کې وژل شوی دی

نوموړی نن ماخستن ۸ بجې شاوخوا د کابل په مکوریانو سیمه کې له وژونکي برید سره مخ شوی دی

د کورنیو چارو وزارت هم د کاروان د وژل کیدو خبر تائید کړی دی

د کاروان د وژل کیدو مسؤلیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخستی دی او دا یې د ځان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده

باید وویل شي چې عزیزالله د وسلوالو طالبانو په خلاف په ډیری بریدونو او چاپو کې برخه اخستې ده

عزیزالله تر دې وړاندې هم یو شمیر نورې دندې ترسره کړي، چې د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه او د سیمه ایزو پولیسو د مشر په توګه دندې یې د یادونې وړ دي

نوموړی په پکتیکا کې د امریکایي ځواکونو د نږدې کس په نوم پیژندل کیده، چې د ځینو راپورونو پر اساس خپله خور یې هم یو امریکایي سرتیري ته واده کړې ده

د عزیز الله د وژل کېدو ځای
د عزیز الله د وژل کېدو ځای

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *