کونړ کې امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي خلکو ته تلفات اړولي-افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کونړ کې امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي خلکو ته تلفات اړولي-افغان وطن

سیمه ییزې سرچینې وایي، د کونړ وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند کټارکمبیر سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې پر ملکي وګړو بمبار کړی چې په پایله کې یې یو کلیوال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي

سرچینې زیاتوي، وړمه شپه لس بجې د وژل شوي کلیوال په کور هغه مهال بیا ځلې هوایي برید تر سره شو چې ډېری ملکي وګړي د جنازې لپاره د نوموړي کور کې را ټول شوي وو

راپور وایي په دوهم برید کې، کور ویجاړ شوی، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي

افغانستان کې مېشت د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال ”مارټین اودونیل“ ویلي، دوی د دوشنبې په شپه په نورستان کې هوایي بریدونه نه دي کړي او نه یې هم ملکي خلکو ته تلفات اړولي

خو له دې وړاندې د نورستان والي ”حافظ عبدالقیوم“ اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي و، د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ملکي خلکو او وسله والو طالبانو ته ځاني تلفات اوښتي دي

نوموړی وایي، په دغه برید کې چې وړمه شپه په وانټ وایګل ولسوالۍ کې تر سره شوو ۱۱ تنه وژل شوي چې شپږ تنه یې ولسي وګړي او باقي وسله وال طالبان دي چې په دغه کور کې د یو مریض د عیادت لپاره راغونډ شوي وو

خو وسله والو طالبانو ویلي وژل شوي ټول ولسي وګړي دي او دوی ته تلفات نه دي اوښتي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *