اسلام او عقلانیزم! – دریمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

اسلام او عقلانیزم! – دریمه برخه

لیکوال: ملاحبیب الله ”مؤذن “

په اسلام كې دعقل حد:

شريعت له دوو اجزاوو نه جوړ دی:
علم اوعمل. د دې دواړو د حصول لپاره هم دوه قواوو ته ضرورت دی: علمي قوت. او عملي قوت. علمي قوت د عقل او عملي هغه د ارادې محكوم وي.

بيا اعمال په دوه ډوله دي:
مفيد او مضر. نو انسان هميشه د مفيدو شيانو د جلب او د ضرري هغو په دفع كې كوشش كوي چونكه دا جلب او دفع د عملي قوې په واسطه صورت نيسي نو په همدې وجه په جلب او دفع كې اراده هم رول لري نو كومه اراده چې د ګټورو شيانو په جلب كې استعماليږي د شهوت زيږنده ده او كومه چې د ضررونو په دفع كې كارول كيږي هغه د غضب پيداوار ده.

نو حاصل دا شو چې په شريعت باندې چليدل او.عمل كول درې قواوو ته ضرورت لري:

۱.عقليه ۲.شهويه ۳.غضبيه

همدا درې سره د ټولو أخلاقو اصول دي د انساني اخلاقو او اعمالو عمارت په همدې بنيادونو ولاړ دی.

د اخلاقو او تزكيې ماهرين په همدې دريې ګونو بنيادونو كار كوي تر څو یې له افراط او تفريط نه په ژغورلو د اعتدال په تول برابر، او انسانان د ابدي سعادت له نعمته برخمن كا.

دا درې قواوې هره يوه درې مرتبې لري:

۱.افراط ۲. تفريط ۳.اعتدال

شريعت هيڅكله د غضب او شهوت بيخ كني نه غواړي؛ ځکه دا كار انسان له ډيرو معاشي ستونزو سره مخ كوي، بلكې شريعت ته یې د اعتدال مرتبه مطلوبه ده او د همدې قواوو په معتدله طريقه كارول د شريعت دوهم نوم دی.

د درې ګونو مرتبو تفصيل:

د شهواني قوې افراطي مرتبې ته فجور وايي چې پاي او پايله يې فسق دی، چې په شريعت كې مردود دی.

تفريطي حالت ته یې نامردي وایي چې انسان له ډيرو انتفاعاتو محروموي، دا هم په شريعت كې غير مطلوب ده؛ ځكه د دې حالت په وجه له انسان سره أولی العزمي او عالي اخلاق مخه ښه كوي او پست بې همته شی ترې جوړيږي.

په شريعت كې د شهوت مطلوبه يعنې معتدله درجه عفت بولي د عفت حاصل دا دی چې د شهوت ټول ډولونه په مناسب ځای كې وكارول شي.

د غضبيه قوې افراطي مرتبه تهوُّر نوميږي تفريط ته بې جُبَن( بزدلي) وايي، دا دواړې مرتبې غير مطلوبې دي؛ ځكه چې په لومړي صورت كې انسان له هلاكت او په دوهم صورت كې له بيغرتۍ او د نورو له تجاوز سره مخ كيږي. د غضب معتدله درجه شجاعت دی، چې ډير د كار شی دی.

همدا درې درجې په عقلي قوه كې هم موجودې دي: د عقل تفريطي حالت ته سَفَهْ وایي چې ستر بشري نقص بلل كيږي.

خو تر دې هم بد حالت یې افراطي دی چې ډير دنياوي او أخروي تاوانونه له ځان سره لري؛ ځکه دا یو منل شوی حقيقت دی چې كله د يو چا عقل په هر څه كې دخله پيدا كا او هر څه د عقل په تله باندې تَلَلْ شروع كا نو دا كس وهمي كيږي چې هېڅکله به یې سكون په برخه نشي او هميش به په هر څه كې شكمن وي بلكه په خپل شك كې به یې شك وي.

په فلسفيانو كې د همدې مزاج خلكو ته [ لا أدريه] وايي.

دوی د حقيقي موجوداتو له حقيقي وجود نه منكردي او دا وایي چې په خارج كې هېڅ شی هم وجود نلري، دا ټول موهوم او خيالي شيان دي، دې ډلې ته ځكه [لا أدريه] وايي چې [لا أدري] ته منسوب دی او د [لا أدري] معنا (نپوهيزم )ده دوی هم د هېڅ شي قطعي علم نلري او په هر څه كې یې شك وي، دوی وایي: كله داسې كيږي چې يو شی له ليرې نه سړي ته انسان ښكاري خو هغه په حقيقت كې خر وي.

ډير خلك يو څوك ښكلی بولي او ډير یې بيا بدرنګه. ډېر خلك يو شی خوږ بولي، خو د بل چا چې تبه وي همدا شی تريخ ګڼي. همداراز په عقلي مسايلو كې يو څوك يو دليل صحيح بولي او ځینې یې ناسم.

نو چې هر كله دمونږ د حواسو او عقولو تر منځ دومره توپير موجود دی نو دا ډاډ، څوك لرلی شي چې ماكوم شی سړی، يا مې ښكلی، يا مې خوږ بللی، هغه دې رښتيا هم همداسې وي.

همدارنګه كوم استدلال چې زه يې سم بولم رښتيا دې هم سم وي؛ ځكه كيديشي دمونږ حواس او عقول غلط شوي وي.

بس د دوی همدا شكمن حال وي، بلكه پخپل شك كې یې هم شك وي.

نو چې كله عقل تر خپل حد ووزي انساني زندګي ترخه كيږي او د تردّد په نتيجه كې دانسان د عمل جذبه سړيږي.

طب هم په خپل وار عقلي تجاوز ناروغي او د ډیرو اوهامو او شكوكو سبب بللی.

د عقل دريمه درجه د إعتدال ده چې په شريعت كې مطلوب او د حكمت په نوم تعبيريږي.

شريعت دا غواړي انساني عقل پخپله محدوده كې محدود وساتي، خو لدې سره سره د عقلي تعطّل او جمود هم سخت مخالف دی.

د شريعت د دې تصوّر مثال په محسوسه نړۍ كې داسې دی: لكه يو غر دی او په دې باندې د يو شمير خلكو ختل ضروردي.
نو يو كس له خپله كوره پخپل آس را روان شي او چې كله د غره لمن ته را ورسيږي نو له آس نه را كوز نشي او په غره باندې له آس سره د ختلو په كوشش كې شي نو دا سړی په غلطه دی؛ ځكه پداسې ځای كې يې د آس د كارولو ناكامه هڅه وكړه چيرته چې كارنشي وركولی، او ډير زر به له يو ګړنګ نه د خپل آس سره را غورزيږي.

بل كس بيا كاملآ د ده بر خلاف دا ووايي چې:
چونكه آس په غره ختلو كې كار نه وركوي نو له كوره ترغره پورې په هموار سرك يې هم نه كاروم، او همداسې پياده د غره په لوري روان شي، دا هم په غلطه دی، ځكه پداسې ځای كې يې له آس نه كار وانخیست چې كار یې كولی شوای.

خو دريم كس بيا داسي روِش اختيار كا چې له كور نه د غره تر لمنې پورې په آس راشي او دلته ترې كوز شي، او په غره باندې دختلو په تكل كې شي.
یوازې دا سړي په حقه او كامياب دی.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *