استعمار، د وهابیت اصلي سرچینه!/ درېم مجلس – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

استعمار، د وهابیت اصلي سرچینه!/ درېم مجلس

لیکوال: خامل ”وردګ“
___________________________
…. په تېر پسې
____________________________
په دې مجلس کې د اصلي مقصد تر څنګ د ډېر عبرت ځای دا دی چې د دېن له مړو او ژوندیو بزرګانو سره بې ادبي او بې باکي سړی تر کومه ځایه رسوي!؟ د ( من عاد لي ولیًّا ففدآذنته بالحرب…الحدیث) په بنیاد شامي رحمه اللّه او نورو علماوو لیکلي چې د اولیاوو ګستاخ کس آخر په سوء خاتمه مبتلاء کیږي؛ ځکه له خدای سره د جنګ کولو همدومره خطرناکه نتیجه پکار ده.
_____________________

انګلیس جاسوس(مسټر همفري) وړاندې لیکي: کوم لس کسان چې اسلامي ملکوته تللي وو، شپږ یې بېرته راستانه شول،او څلور نور یې: یو په عراق کې مړ شو، یو چې له اصله روسی او له اول سره تر شک لاندې و په روسیه کې پاته شو، دوه نور یې مسلمانان شول.

چې کله مو د مستعمراتو وزارت سکرتر ته راپورونه وړاندې کړل نو د کار د څرنګوالي په لحاظ زه تر نورو پنځو لاندې راغلم، خو د سکرتر تر غوږه مې ورتیره کړه چې پدې سفر کې دما ډیر وخت د قران، ترکي او عربي ژبو په زده کړه مصرف شوی، د عثماني حکومت سیاسي اړخو څیړلو ته مې وخت ندی پیداکړی، او هیله لرم په آینده سفر کې به کامیاب وم.

سکرتر په اوږه لاس راکیښود او زیاته یې کړه: رښتیا هم همداسې ده! دتا به په آینده سفر کې دوه هدفه وي:
د مسلمانانو کمزورې برخې را سپړل او پدې پوهیدل چې له کومو لارو د اسلامي ټولنې تل ته په لار پیداکولو سره د هغوی ملیت او وحدت ګډوډولی شو!
دوهم دا چې لدې کار وروسته عملي اقدام کول.

شپږ میاشتې په لندن کې پاته شوم او د تره له لور سره مې واده وکړ، هغه مېندواره شوې وه، د خپل بچي لیدلو ته مې ډېره تلوسه وه چې ناڅاپه امر راغی چې عراق ته ولاړ شه! د خدای پامانۍ په مهال مې د مېرمنې مړاوې څهرې، د محرومیت خبرو او ډکو سترګو نژدې له دندې لاس په سر کړی وم خو ځان مې په زوره راقابو کړ.

شپږ میاشتې وروسته بصرې ته ورسیدم، بصرې ته له رسېدو سره سم مې بیا هم په یو جومات کې واړول امام یې اهل سنت او( عمر عطایي) نومیدو خو دا شیخ د پخواني هغه په خلاف له اولې ورځې راباندې شکمن و، د نوم نسب پوښتنه یې وکړه ما ورته ځان دترکیې د اغدیر سیمې او د(شیخ احمد) شاګرد معرفي کړ، په خبرو کې مې قصدآ څو ترکي جملي هم وکارولې، شیخ یې یو مرید ته چې په ترکي پوهیدو سترګه ووهله چې دا سمې دي؟ هغه د سر په خوځولو وویل: هو!
خو شک یې لیرې نه شو بالآخره مې په یو سرای کې واړول خو سرای وان ډیر احمق او لوده سړی و، سرای مې هم پرېښود او له یو ترکاڼ سره شاګرد شوم.
دا ترکاڼ (عبدالرضاء) نومېدو، د ایران د خراسان شیعه و، هر ماذیګر به یې د دکان مخته د بصرې شیعه ګانو او ایرانیانو بانډار کاوو، او په اقتصادي او سیاسي چارو به یې خبرې کولې، دوی عثماني او ایراني حکومتو ته سخت په غوصه ول، د همدې حکومتونو د جنایاتو په هکله به سره غږېدل خو چې ناشنا کس به را ښکاره شو نو خبره به یې په بله خوا واړوله، زه پدې ډیر حیران وم چې په ما یې څنګه باور کړی!؟ خو وروسته پوی شوم چې په ما یې د آذاربایجاني ګومان کړی و.

دکان ته په راتلونکو خلکو کې مې د طالب علمۍ په جامه کې یو داسې ځوان ولید چې په عربي، ترکي او فارسي ژبو ښه پوهیدو، دا محمد بن عبدالوهاب و چې لوړ خیالی، قهرجن او د عثماني خلافت سخت مخالف و، له عبدالرضاء سره یې د ملګرتیا وجه هم همدا له عثماني خلافته کرکه وه، اوبله دا چې د بصرې شیعه ګان او سنیان پخپلو کې ډېر سره خواږه او د وروڼو په څېر اوسېدل؛ نو د دوی دواړو یارانه_چې یو شیعه اوبل سني و _د توجیه وړ کار و.

محمد یو آزادي غوښتونکی ځوان و، او له شیعه ګانو سره په مخالفت کې یې زیادت نه کاوه.

نوموړي د اهل سنتو څلور ګونو مذاهبو ته هيڅ اهمیت نه ورکاوو، او ویل به یې چې دا خو څه خدای ندي نازل کړي! دَی، یوازې د خپلې پوهې مقلد و، او یوازې هغه څه یې منل چې ده به پخپله پوهه!!؟ او ذوق له قرآن نه را ایستل، د څلور ګونو امامانو ’رحمهم الله‘ په فتواوو او احیانآ به یې د ابوبکر صدیق او عمر فاروق رضی اللّه عنهما په پوهه پسې هم خندل، هر کله به یې چې له قرآن نه د خپلې پوهې مطابق یوه داسې مسئله را وایسته چې په څلور ګونو مذاهبو کې به د هغې خلاف استنباط موجود و نو د هغو نظریه به یې په دېواله وویشته او همېشه به یې ویل چې پیغمبر علیه السلام موږ ته ویلي دي:(اني مخلف فیکم الکتاب والسنة) او دا یې ندي راته ویلي چې تاسې ته مې کتاب، سنت، صحابه او مذاهب پریښي دي، نو په موږ باندې د قرآن او سنتو پیروي فرض ده نه د مذاهبو او صحابه وو د هغه رایې چې د قرآن او حدیثو مخالفې دي!!
______________________
نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *