د یتیمانو مرستندویې ادارې ۱۳۰ افغان یتیمانو ته خوارکي توکي وکړي – افغان وطن ویبپاڼه
د يتيمانو مرسته

د یتیمانو مرستندویې ادارې ۱۳۰ افغان یتیمانو ته خوارکي توکي وکړي

د افغانستان په دریو مهمو ښارونو کې له ۱۳۰ یتیمانو سره د کوچني اختر په مناسبت د خوارکي توکو مرسته شوې ده

له یاد شمېر یتیمانو سره دغه مرسته د یتیمانو مرستندوی په نامه یوې برتانیا میشتې خیریه موسسې لخوا کړل شوې ده چې موسس یې برتانیا میشتی افغان خبریال ”حنان حبیبزی“ دی

د نوموړې ادارې له مرستو څخه یې یتیمانو خوښي ښودلې ده

حنان حبیبزی وایي، د دغو یتیمانو پلرونه جګړو کې ژوند له لاسه ورکړی د کور سرپرستي اوس د دغو یتیمانو له غاړې ده هغه وایي، د دغو یتیمانو سره د یتیمانو مرستندویه اداره اوږدمهاله مرستې کول غواړي، تر څو دغه یتیمان زده کړو ته ولاړ شي

د یتیمانو مرستندویه خیریه موسسې په تېرو نږدو کې خپل یو دفتر په کابل کې هم پرانیستلی دی او وایي، د را روانو ۴ کلونو پورې به د هېواد د بېلابېلو ولایتونو یتیمانو ته مرستې ورسوي چې تر څو دغه یتیمان د کورنۍ له درانه باره کم کړل شي او هغوی تعلیمونو ته وهڅول شي

د جون په پیل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې لخوا په خپور شوي رابور کې راغلي و چې په افغانستان کې درې اشاریه اوه میلیونه ماشومان د جګړې او بیوزلۍ له کبله ښوونځيو ته نه ځي او د کورنیو مسړلیتونه ورغاړې دی

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *