سرچینه: د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

سرچینه: د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی

راپورونه وایي، چې د پاکستاني طالبانو ( TTP) مشر ملا فضل الله وژل شوی دی

طلوع نیوز ته یوې سرچینې ویلي، چې د پاکستان تحریک طالبان مشر مولانا فضل الله تیره چهارشنبه په کونړ کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی

د امریکا متحده ایالاتو د مولانا فضل الله په سر پنځه میلونه ډالره جائزه اعلان کړې وه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند “مارتین اودونیل“ تائید کړې ده چې تیره چهارشنبه د دوی په یوه هوایي حمله کې د ټي ټي پي شبکې یو مهم مشر د څلورو نورو ملګرو سره د کونړ په مروره ولسوالۍ کې وژل شوی ده، خو نوموړي د چا نوم نه ده اخیستی

مولانا فضل الله سره نور وژل شوي کسان د ابو بکر،سجاد،عمران،او مولوي عمر په نومونو یاد شوي دي

دا لومړی ځل نه ده چې د پاکستان د تحریک طالبان د مشر د وژل کیدو خبر ورکول کیږي بلکه له دې مخکې هم د نوموړي د وژل کیدو اوازې خپرې شوې دي

پاکستان تل ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان مشر په افغانستان کې اوسیږي او له هغه ځایه په پاکستاني ځواکونو حملې ترتیبوي خو افغان حکومت تل دا ادعا رد کړې ده

تر اوسه کومې بلې رسمي سرچینې یا خپله تحریک طالبان پاکستان د ملا فضل الله د وژل کیدو پخلی نه دی کړی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *