د کب د غوښې ګټې – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د کب د غوښې ګټې

د روغتیاپالانو په خبره د کبانو غوښه د نورو غوښو په پرتله څو برابره روغتیایي ګټه رسوي او د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي سبب ګرځي.

د برتانیې د څیړونکو یوې ډلې په خپلو څیړنو کې دا خبره موندلې، چې په اونۍ کې دوه ځله د کبانو غوښه خوړل د سینې د سرطان د خطر په را کمولو کې غوره نسخه ده.

دا ډول ویل شوي، چې د کبانو غوښه په زیاته اندازه هغه اسیدونه لري، چې وینه زیاته کړي او دا چاره کولی شي، چې د وینې جریان تیز کړي او دماغ لا ښه فعالیت پیل کړي.

څیړونکو موندلې، چې د کب غوښه په پروټینو مالامال ده، چې د زړه د حملې، دماغي سکتې او د زړه د کمزورتیا په مخنیوي کې مثبت رول لري.

دوی دا خبره هم کړي، چې کولیسترول د نورو غوښو په پرتله د کب په غوښه کې کم دي؛ خو د البومین په نوم داسې مواد پکې زیات دي، چې په اونۍ کې یوځل ترې استفاده کول د زیاتو ناروغیو مخنیوی کوي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *