اسلام او فطرت! – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

اسلام او فطرت!

خامل وردګ

اسلام د خپل فطري مزاج له مخې د حقوقو په ساحه کې د روح او جسم دواړو تر منځ پوره انډول ساتلی.

اسلام د _ابیقور د فلسفې په پله روانې مرتجعې_ اروپا په څېر یوازې جسمي تلذذ او شهوت راني د فضیلت معیار، د اخلاقو اساس او انساني هدف نه بولي.

او نه هم د رواقیونو د فلسفې په شان د شهوت رانۍ د مطلقې بېخ کنۍ په حق کې دی:

قُل منْ حرَّمَ زینةَ اللّهِ التِّی اخرجَ لعباده، والطیِّباتِ من الرِّزق.
هغه د ښایست اسباب او پاک حلال رزق چې الله تعالی خپلو بندګانو ته مشروع ګرزولی څوک به یې حرام کړیشي؟

د عیسوي رهبانیت د غیرِ فطري روش نه یې هم په همدې بنیاد منعه کړي یو، هغه روش چې آخر پخپلو ایجاد کوونکیو هم وغمېد:
فما رعَوْها حقَّ رعایتها.

قرآن پوهنه.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *