اسلام او عقلانیزم:/ دوهمه برخه! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

اسلام او عقلانیزم:/ دوهمه برخه!

لیکوال: ملا حبیب الله ”مؤذن“
================
[یادونه: دا لیکنه دې غرب میشتي مسلمانان، او د شرق مېشتو هغو تعلیم یافته قشر ضرور تعقیب کړي]
=================
په تېر پسې
……خو اوس په غرب مېشتو مسلمانانو او د شرق مېشتو هغو په تعليم يافته قِشر كې دا عادت عام شويدی چې د شريعت د هرحكم په باره کې لمړی پوښتنه كوي چې عقلي وجه یې څه ده؟ او د پوښتونكي له انداز نه دا معلوميږي چې كه د دې حكم څه عقلي توجیه یې په ذهن کې رانشي نو عملي كولو ته يې تيار نه دی!

حالنكې دا هيڅكله هم يو ديني مزاج ندی؛ ځکه د يوحديث شريف مضمون ده چې: كله زه تاسو د يو كار نه منعه كوم نو دتاسو وظيفه دا ده چې منعه شئ! او دتاسو لدې سره هيڅ كار نشته چې پدې منعه كولو كې حكمت او فايده څه ده؟

خو د نن انسان!! غواړي چې د الهي احكامو بېشمېره او غامض حكمتونه د خپل كوچني دماغ په واسطه معلوم كړي!
حالنكې ډيری فلاسفرانو چې پدې چاره کې د نبوت لمن پريښې او پخپل عقل او علم غره ول دفلسفې د إلاهیاتو په فن كي ډير ځايه داسې ښوییدلي او په خوله لګيدلي چې نن دمونږ يو ادنٰی طالب هم ورپورې خاندي!

أصله خبره دا ده چې د داسې مسلمانانو په زړه كې د اللّه تعالي عظمت نشته.

چې كله يو سړی پدې پوه شي چې د وحی استاذي شروع كيږي هغه وخت، چې كله عقل فلج شي، نو بيا د وحي په احكامو كي د عقل خبره هیڅ د توجيه وړ نده.

دې اشخاصو ته دې وویل شي چې كه چيرته د هر الهي حكم عقلي توجيه دتا په عقل كې راتلی شوای او تا د خپلو کړو وړو ښه او بد معلوموی شوای نو بيا د وحي سلسلې ته څه ضرورت و؟

اوس که یو څوک دا ووایي چې ته له یوې خوا د اسلام ټول احکام په عقلي بنیادونو او توجیهاتو بناء بولې او له بلې خوا بیا د عقلي وجوهاتو غوښتنه د دیني مزاج خلاف بولې؟

ددې خبرې ځواب دادی چې:
دلته دوه خبرې دي:

۱: دا چې هر شرعي حکم په ډیرو دنیوي_ساینسي_طبّي، او اخروي ګټو مشتمل دی، دا یو ثابت حقیقت دی.

۲: دا چې په شرعي احکامو عمل کول د همدې ګټو تر پېژندلو پورې موقوف کړی شي، دا دوهم کار د دیني مزاج خلاف دی.

د انسان د علم محدود ذرايع:

د نن سبا عقل پسنده ماحول ته په پام كه پدې موضوع باندې د بحث د سوچه نقلي طرز په ځای، عقلي او فلسفي طرز غوره شي نو د دي اميد شته چې اثر به يې زيات وي:

انسان د خپلې علمي تندې د تسكين لپاره درې وسيلې لري:
۱: حواس
۲: عقل
۳: وحي.

چې د دې هرې يوې جلا اومحدود چوكاټ دی چې له هغي نه یې تجاوز ناشونی دی، حواس په ۱۰ ډوله دي ۵ یې ظاهري او ۵ یې باطني دي چې د هر حس د ځای، دندې او له يو بل سره د تعلق پوره تفصيل د فلسفې په فن كې ذكر دی.

همدارازعقل يوه غيبي لطيفه او جوهر دی چې اللّه تعالي د انسان له وجود سره تعلّق وركری او په واسطه یې انسان هغه شيان پیژني چې بي عقله حيوانات یې نشي پيژندلی.

د وحي حقيقت دا ده چې اللّه تعالیٰ د خير او شر د تعين لپاره د خپلو بندګانو له منځه يو بنده غوره كوي او د نورو انسانانو د سعادت لپاره همدې انسان ته لار ښوونې كا، وحي په يوه اطلاق همدې لار ښونو ته او په بل اطلاق هغه خاصې طريقې ته هم وايې چې اللّه تعالي یې پدې هكله كاروي.

بهر حال! خبره مو د انساني حواسو د محدوديت كوله د انسان سترګې د علم يوه ذريعه ده پدې ذريعه چې كوم شيان انسان ځانته معلوموي هغه بيا د غوږونو او نورو ذرايعو په واسطه نشي معلوموی په همدې ترتيب د غوږونو معلومات (مسموعات) بيا د سترګو په دائره كي نشي راتلی.

همدا راز د عقل معلوماتو (معقولاتو) ته د حواسو لاس رسی نشته، د وحي پیدا وار بيا د عقل له ګِرفت نه بهر دی.

نو انسان ته په كار ده چې هره وسيله پخپل ځای كې وكاروي؛ كه لږ ورته ځیر شو نو د علمي ذرايعو تداخل اصلا ممكن ندی؛ ځكه دا په حقيقت كې د فطرت د قانون نه د سركشي په معنا ده چې د انسان له وسه تيره ده:
مثلا دما مخته د كتابونو ألمارۍ ولاړه ده د سترګو په واسطه خو دا معلوموی شم چې دايوجوهر او جسم دی رنګ يې سور دی خو دا نشم معلوموی چې نرمه نده بلكه د كلكې مادې نه جوړه ده ځكه دا بيا د لامسه قوې كار دی همداراز دا خبره ثابتول چې دا به حتمًا يو نجار جوړه كرې وي په لسګونو حواسو كې د يوه له وسه هم نده پوره، بلكه لدې وروسته د عقل استاذي شروع كيږي: عقل د خپلې دې قاعدې په وسيله_ چې: هر مصنوع حتمًا یو صانع لري _د ألمارۍ لپاره هم يو جوړونكی ثابتوي.

همداسې عقل هم په یو محدود چوکاټ کې د کار شی دی؛ ځکه عقل هم د لسګونو حواسو په شان يوه قوه ده لكه څنكه چې مثلًا د سترګو محدوديت منل شوی همداسې عقل هم محدود دی، او لكه څنګه چې په كوم ځای کې سترګې كار نشي كولی بيا خلك دوربين را أخلي او كاروي یې كټ مټ همداسې معامله له عقل سره هم ده چې په ډيری امورو كې فلجيږي بيا انسان مجبور دی چې د خپلې علمي تندې د تسكين لپاره د وحې دوربين غاړې ته واچوي او چې څه پدې دوربين كې ور ښكاره شول په يقيني توګه یې داسې ومني لكه د سترګو اوعقل محسوسات یې چې منلي، او هر چا چې پدې ځای کې د وحې له ذريعې نه كار وانخیست نو هېڅکله به حق لاره پیدا نكړي.

خلاف ِ پيُمّبر كسي رَه ګزيد.
كه هر ګِز بمنزل نخواهد رسيد.

لطيفه:

يو شاګرد خپل ړانده استاذ ته له خپل كور نه شيربرنج ورووړ.
استاد:
داڅه شی دی؟

شاګرد:
دا شيربرنج دی.

استاد:
شيربرنج څنګه وي؟

شاګرد:
سپين وي.

استاذ_چې هیڅكله یې سپین رنګ نه و ليدلی_ وپوښتل: سپین څنګه وي؟

شاګرد، داسې يومرغه وروښوده چې رنګ یې سپين اوغاړه يې كږه وي: لکه فلانی مرغه..

استاذ چونكه نوموړی مرغه هم نه و ليدلی نو په همدې هكله یې هم پوښتنه وكړه چې دا مرغه څنګه وي؟

نو شاګرد یې لاس راكَت او کوږ کړ اوده ته یې ور محسوسه کړه چې داسې وي.

استاذ: يره دا شيربرنج خو دې نه خورم ځكه ډير كوږ دی په ستوني كې مې بنديږي!

كه متوجه شو نو دا ناشنا ماجرا ځكه رامنځ ته شوه چې كوم شی (دشيربرنج رنګ) بايد په سترګو مالوم شوی وای د هغه د معلومولو لپاره له عقل نه كار واخستل شو.
============
نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *