له لنډ مهاله اوربند نه د تلپاتې آرامۍ په لور! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

له لنډ مهاله اوربند نه د تلپاتې آرامۍ په لور!

د افغان جګړې د یو مهم لوري په توګه د طالبانو لخوا د اختر په دریو شپو کې د جنګ درول او خپلو داخلي مخالفینو ته آزادانه د تګ راتګ اجازه ورکول د ستاینې وړ اقدام دی.

نوموړي اقدام په عام اولس کې پراخ انعکاس وموند، او دې جنګ ځپلي اولس ته یې د نا امیدۍ په تیارو کې د امید ډېوې بلې کړې.

وسله والو طالبانو له دې فرصت نه په استفادې وکړای شول، له یوې خوا د خپلو داخلي مخالفینو په وړاندې د ښه نیت اظهار وکړي او له بلې خوا نړیوالو بې طرفه جهتو ته اعلام کړي چې سوله زموږ لومړی انتخاب، او جنګ مو د مجبوریت په اساس دی.

خدای پاک دې وکړي چې د جګړې د ټولو ښکېلو لوریو نیتونه همداسې مخ په ښه شي تر څو دا جنګ ځپلی، جنګ زبېښلی اولس د تل لپاره د آرام ساه واخلي.

په همدې هیله!
د افغان وطن اداره!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *