د رسنیزو خبرونو له مخې وسله والو طالبانو د بادغیس قلعه نو او غورماچ ولسوالیو په مربوطاتو کې پر بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې وېشلي دي
د وسله والو طالبانو ویاند ”قاري محمدیوسف احمدي“ رسنیو ته په استول شوی پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت د بې وزلو، یتیمانو او معلولینو د کمېسیون د عمومي مسؤل ”مولوي میر احمد“ له لوري له مستحقو کورنیو سره مرسته شوي دي
په دغو خوراکي توکو کې غوړي، اوړه، بوره او وریجې شاملې دي او دا سلسله به تر هغه دوام ومومي تر څو په ټول ولایت کې له اړمنو کورنیو سره ورته مرستې تر سره شي
احمدي همدا راز ویلي، د ورته مرستو لړۍ په سرپل کې هم جریان لري او تر دا مهاله یې ګڼ شمېر بې وزلو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي دي
دوی وایي، د مرستو دا لړۍ به په ګڼو ولایتونو کې د انساني خواخوږۍ له مخې په اړمنو کورنیو تر سره شي
حبیب ښاد
څرگندون