اسلام او عقلانيزم: / لومړۍ برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

اسلام او عقلانيزم: / لومړۍ برخه

لیکوال: ملا حبيب الله ”مؤذن“.

( یادونه: دا لیکنه دې غرب مېشتي مسلمانان، او د شرق مېشتو هغو تالیم یافته قِشر ضرور تعقیب کا )

لكه څنګه د محسوسې نړۍ دا قانون دی چې له لوړې ځمكې نه په لاندې ځمكه باندې اوبه ور روانې وي، او لاندې ځمكه له لوړې خوا څخه را روانو اوبو ته په خپله سينه كې ځای وركوي، كټ مټ په معنوي دنيا كې هم همدا معامله ده؛ د[ألناس علي دين ملوكهم] د قانون له مخې د نړۍ كوم قومونه چې په مادي، معاشي، اقتصادي، سياسي او نظامي لحاظ د ترقۍ او پيشرفت په اوج كې قرار لري، په وروسته پاته اولسونو یې أفكار، كلتور، نظريات او فلسفې همداسي ورتوئيږي لكه د لوړې ځمكې اوبه، او پس پاته اولسونه یې همداسي قبلوي لكه لاندې ځمكه چې اوبه قبلوي.

يو وخت داسې هم تير شوی چې موږ به د خپل حال په ژبه د خپل عروج او غرور له ممبره نړۍ ته دا اعلانوله: [كونُوا مِثلَنا!] دموږ په شان شئ! خو اوس مو حال د هغه خالي الذهنه ماشوم په شان دی چې د ذهن صفحه ئې له هر ډول نقشونو څخه پاكه وي او چې څه ليكل غواړې پرې ليكل كيږي!

د روسانو په وړاندې زمونږ جهاد او هجرت كه له يوې خوا ډير څه راكړل، خو په دې كې هم شک نه شته چې له ډیرو ناخوالو سره يې هم مخ كړو؛ افغانان بيلابيلو هيوادو ته مهاجر شول، له مختلفو نظرياتو او أفكارو سره آشنا شول نو په داسي حال كې طبعي ده چې وطن ته مو غير مأنوسې نظرئې واردې شوې چې په دې توګه مو د وهابيت فتنه، د اخوانيت مشكل،او د غربي فكر اخلاق سوزه او دين وژونكي جراثيم، د تل لپاره د تمدّن جُزءِ لاينفک وګرزيدل.

هغه اولس چې د تاريخ په اوږدو كې زمونږ علماوو په خورا هوښيارۍ يو موټی ساتلی و، د بېدرېغه فكري تحزُّب او كشمكش ښكار شو، خو دې ناورين هلته خطرناكه بڼه غوره كړه چې كله مو په پاكه خاوره د غربي لښكرو ناولي قدمونه ولګېدل!

اسلامي نړۍ ته له كفري دا، څخه د را واردو شويو شيطاني نظريو نه يوه هم عقلانيت يا عقل پرستي! ده چې عموماً غرب میشتي مسلمانان او دلته د عصري تعليمي ادارو زده كوونكي او فارغان ترې متأثر دي، خو په دې هكله تر وړاندې تللو نه مخكې ستاسو پام يوې خبرې ته راګرزوم او هغه دا چې: د اسلام او عقل په موضوع كه يو څوک څه وايي، او يا ليكي نو له دوه ډول خلكو او نظريو سره مخامخ كيږي: لومړی: دا تصوّر چې د اسلام دين له لویه سره د عقل او عقلي مقتضياتو سره په ټكر كې دی! په اسلام كې داسې څه نشته چې له عقلي پلوه دې توجيه شي! او اسلام په خپل خپراوي کې له زور نه کار اخستی!
دا نظريه د أغيارو ده چې د خپرولو لپاره یې د خپل استشراقي تحريک په مټ ورته ډير څه كړي اوكوي یې.

خو په دې ليكنه كې دمونږ اصلي مخاطب دوهمه ډله او نظريه ده:
د دي نظرئي _چې حاملين یې پخپله مسلمانان دي_حاصل دا دی چې انسان خپل عقل د خپل ژوند سره د ټولو اړوندو عقيدوي او عملي چارو لپاره معيار ټاكي!!

د دې مفكورې پيروان په دې چاره كې آن د مذهبي پولو پروا هم نه ساتي!
د نن انسان! غواړي د رب العالمين احكامو ته هم د خپل عقل له عينكو وګوري!!
هغه عينكې چې له آره نيمګړې او بيا د شهواتو په غبار لوغړنې او مخدوشې دي.

د لومړۍ ډلې په ځواب كې بايد ووايم چې اسلام د خپل دعوت لپاره كوم اصول ټاكلي دي، له هغو نه په صراحت مالوميږي، چې اسلام په خپل ذات كې يو استدلالي، عقلي او په علمي اصولو ولاړ مذهب دی؛ ځكه د تبليغ ټول اصول او طريقه یې په حكمت، پوهه ،نصيحت، جدال او مناظره باندې ولاړ دي، په همدې بناء سړی ويلی شي، چې د ټول بشريت په تاريخ كې محمدي نبوت يوازینی رباني آواز دی چې:

د عقليت ناره ئې پورته کړه!
انساني عقل یې مخاطب کړ!
د جُمود او بيعقلۍ په غندلو یې د غَور، فكر، فهم او تدبّر بلنه ورکړه!

اسلام د خپل هر تعليم سره يو ځای د هغه ښيګڼه، مصلحت او حكمت هم ښكاره کړ او خپل مخالفين یې بيا بيا په الهي آياتو كې فكر كولو ته را وبلل:

[ولقدْ یسّرنا القرآن للذّکرِ فهل من مُدَّکر]

[انّما یتذکّرُ اولوالالباب]_رعد.۱۹
[افلاتعقلون]_بقره.۴۴

[کذالک یبیِّنُ الله لکم الآیاتِ لعلّکُم تتفکرون]_بقره.۲۱۹

[قُلْ هَل عِندكُم مِنْ عِلمٍ فَتُخْرِجوهُ لنا اِنْ تَتّبِعُونَ ا لّا الظّنِ واِنْ أَ نْتُمْ ا لّا تَخْرُصُونَ قُل فَلِلّهِ الحُجَّةُ البا لغَةُ]_انعام148.149

[لِيَهْلِكَ مَن هَلَكَ عَن بيِّنةٍ ويَحْي’ من حَيّ عن بيّنةٍ]_انفال42 .

د غافلو كفارو فكري تعطُّل یې داسې وغانده:

[وكأيِّنْ مِن آ يةٍ في السّمواتِ و الأرضِ يَمُرُّونَ عليْها وهُم عنها مُعْرِضُون.]َ_يوسف105

تر دې زيات د علمي او عقلي استلال دعوت بل كوم كيديشي ؟

په همدې بنياد سړی ويلی شي چې په نړۍ كې څومره د معقولیت پسندۍ تحريكونه راپورته شوي، هغه په اصل كې د اسلام د همدې مزاج او دعوت نتيجه ده.

په مذهب كې زبردستي نه شته:
دا هغه حقيقت دي چې ظاهراً یې هر څوک تكراروي خو د دې حقيقت اعلان تر ټولو مخكې د محمد _صلي الله عليه وسلم _ له مباركې خولې راووت؛ دا څنګه کېدیشي چې كوم مذهب د خپل خپراوي لپاره صرف د دعوت او تبليغ لاره ټاكلې وي، د تبليغ اصول يې په ډیر تفصيل سره بيان كړي وي، په هره معامله كي یې له خلكو نه د عقل بصيرت او تدبّر غوښتنه كړې وي، قدم په قدم د عقلي
مصالحو او حكمتونو اظهار كوي، هغه دې بيا هم د “إكراه” او زبردستي په حق كې وي!

اسلام نه يوازې دا چې په زور منل بد بولي، بلكه د اسلام فلسفه دا راښیي چې اصلاً مذهب د زور شی دی نه؛ ځکه په اسلام كې اولين حكم د إيمان دی، چې د ټول دين عمارت پري ولاړ دی او إيمان د يقين دوهم نوم دی، يقين له زړه سره تعلق لري نو د دنيا كوم طاقت د یوچا په زړه كې په زوره د يوشي په هکله يوه ذره يقين پیداكويشي؟

[لا إكراه في الدين ]_بقره256
[و قل الحق من ربكم فمن شاء فليؤمن و من شاء فليكفر]_كهف29
[لو شاء ربك لآمن من في الأرض كلهم جميعآ أفأنت تكره الناس حتي يكونوا مومنين]_يونس99.

خصوصاً له دې وروستي آيت نه ښکاره مالوميږي چې په زوره په خلكو باندې د دين منل داسې يو عمل دی، چې د هېڅ نبي او آسماني دین سره نه ښایي.

د دې مدعا بل دلیل د رسول الله _صلی الله علیه وسلم _په امر، له کفارو سره د صحابه ووکرامو_رضی الله عنهم _هغه جنګي قانون او رویه ده چې تر هرې غزا مخکې به یې درې چانسه ورکول:
اسلام قبول کړئ!
کنه جزیه ومنئ!
کنې جنګ ته تیار شئ!
یانې یوازې یې د اسلام په قبولو انحصار نه کاوو.

که یو څوک ووایي، چې هر کله داسې ده نو بیا جهاد ولې مشروع دی؟
د دې ځواب دا دی چې جهاد د اسلام د اشاعت لپاره نه، بلکې د اهلِ اسلام د حفاظت لپاره فرض شوی دی؛ او هغه داسې چې د جهاد په نتیجه کې مسلمانان د اسلامي حکومت خاوندان کیږي، او بیا د همدې حکومت په سیوري کې ”پخپله خوښه“ مسلمانان شوي افراد د کفارو له هر ډول ګواښ پرته خپل ژوند تیروي.

خو دېته مو پام وي چې د اسلام دا مزاج په اسلام کې تر داخلېدو وروسته تغیر خوري؛ یانې که یو څوک مرتد شي بیرته به په زوره اسلام ته مجبوریږي.

دا خو هغوخلكوته ځواب وو، چې له مونږ نه غَير أو اسلام يو غيرِ معقول دين بولي.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *