بېعَمله پښتانه! – خاطره – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

بېعَمله پښتانه! – خاطره

لیکوال: خامل “وردګ ”

خاطره!

څو کاله وړاندې د پېښور په حیات آباد کې د خپل باجه کره مېلمه وم، د باجه پلار مې د بېروت له امریکایي پوهنتون نه د لوی تالیم ډګري لري! نوموړی د دې تر څنګ چې د ګڼو مقالو او آثارو لیکوال دی، ډېر غږیږي او د بېعَمله پښتونولۍ په رنځ اخته دی!!

نوموړي به راسره په هر مجلس کې د خپلو لیکنو په باب خبرې کولې: په پلانۍ موضوع مې یوه رساله چاپ ته تیاره ده بیا به ته هم یو څه پرې ولیکې، په پلانکۍ شرعي موضوع مې یو څه لیکلي یوارې به یې تر نظر درسره تېره کړې!

خو په دې ورځ یې د یو بل اثر یادونه وکړه: وېل د پښتونولۍ په موضوع مې یو کتاب لیکلی چې پکې د پښتونولۍ او پښتنو خویونه، مزایاوې او هغه ځانګړتیاوې څېړل شوي چې نوموړی قام له نورو قامونو جلا کوي.

نوموړی په دې هکله ډېر جدّی وو، چې تر څو پورې پښتون بېرته پښتونولۍ ته مخه نه کړي د بخت ستوری به یې همداسې ډوب وي.

ما د هر ځل په څېر دا ځل هم د ده بې عمله بابولالې په سړه سینه اورېدلې، خو دا چې د صبر مېوه خوږه وي نو دا ځل راته الله تعالی داسې موقه برابره کړه چې نه یوازې دا چې د مودو مودو شنه خوا مې پرې سړه کړه بلکې د تل لپاره یې په خوله د سکوت مهر ولګېد!

کیسه داسې وه، چې د کور کوم غړی د خونې په دروازه کې را ودرېد وېل ډوډۍ تیاره ده، نو تاسې را ولاړ شئ او دلته په تشناب کې لاسونه پرې منځئ!
ما وېل ولې چلمچي؟
ده وېل موږ خو چلمچي نه لرو!

ما وېل زه خو په خدای قسم که د لاس مینځلو لپاره له ځایه وښورم!
ده وېل ولې؟
ما وېل ځکه چې له سهار راهیسې …صاب په پښتونولۍ ماغزه راوخوړل، پښتانه خو د میلمه ډېر درناوی کوي او د لاس مینځلو لپاره ولاړول د میلمانه سپکاوی ګڼي، نو زه د …صاب له کتابه شرمېږم، نو ځکه باید ولاړ نه شم.

پروفیسر صاب_ چې له اخه توخه لوېدلی، او په خپل ځای کې د مار په څېر تاوېدو راتاوېدو، وار پار یې خطاشو_بالآخره یې دې بهانې ته پناه یوړه چې د کرایې ژوند دی نن دا کور دی سبا بیا بل کور ته کډه باروو؛ نو قصدآ د کور سامان نه ډېروم!

ما سمدلاسه مخامخ په یو لوی مېز ایښي لوی تلویزون ته اشاره وکړه او ورغبرګه مې کړه:

دا دواړه دې ولې اخستي؟ حالانکه هم د چلمچي په پرتله ځای ډېر نیسي او هم د پښتونولۍ له غوښتنو سره کاملاً په ټکر کې دي!

خو خدای پاک یې پرده وکړه او یو چا د لاس مینځلو لپاره کاسه راوړه او خبره پاته شوه.

د ډوډۍ په سر مې بیا وریاده کړه ما وېل ته خفه نه شې د موږ تاسو ستونزه په دې کې ده چې خبرې مو وي او عمل نه، زه خو هیڅکله د پښتونولۍ هغه دعوېدار صادق نه شم بللای چې په کور کې یې
تلوېزون وي
په مخ ږيره
په سر پټکی نه لري
لورانې او مېر من یې د تعلیم، تبلیغ لمانځه مکتب، او مدرسې
په نوم بې بندوباره له کوره وځي؛ ځکه دا ټولې هغه خبرې دي چې نه یې پښتونولي ایجابوي او نه هم دین!

پاته دې نه وي چې دما همدا په پښتو مین دوست، پښتانه په همدې ګڼو ستونزو کې پرېښودل او خپله _د ډېرې زړبودۍ په حالت کې_له مېرمنې او لورانو سره کاناډا ته مهاجر!! شو.

هسې دا د پښتو د ورځې په مناسبت دا خاطره رایاده شوه، حقیقت دا دی چې پښتون قام د تاریخ په اوږدو کې د یو ویاړمن او فاتح قام په توګه ځان په ټوله نړۍ منلی، شخصاً زه په دې ویاړم چې پښتون یم، پښتو وایم او پښتو لیکم؛ که په دې قام کې څه نه وای نو د دواړو جهانو عربي سردار محمد _صلی اللّه علیه وسلّم _به د خپلې مبارکې ږیرې اوبه د دوی خواته نه را پاشلې! د دوی په هکله به یې دا نه ویل چې: [د اللّه د غشو کڅوړه ده، کوم چاته چې په قهر شي نو پرې ولي یې]

پښتنو ته ور یادوم چې د تاسې د دې برم او شوکت راز د دین او ملا سره په عقیدت او تعلق کې پروت دی، که غواړئ چې د بخت او عزت ستوری مو د تل لپاره همداسې ځلېدلی پاتې وي نو د دین، ملا او طالب لمنه مه پرېږدئ، باور پرې وکړئ او شاګانې یې مظبوطې کړئ! ځکه یوازې همدا قِشر دی چې تاسو ته رښتیا وايي، هم مو د دین غم ورسره دی هم د دنیا، په سر نوشت مو ملنډې نه وهي، قربانۍ او وینې مو په نورو نه خرڅوي، او نه به په خپلو کړو وړو کې داسې څه ترشا پریږدي چې تاسې به پرې لاندې ګورئ!

په هغو تش په نوم، شین مخو فاسقانو پسې مه ځئ چې په خولو خو وایي:

مونګه پُختانه یو!
یا
موژ پشتانه یو!
پُختو به وایو پُختو به لیکو او په پُختو به مړه کیږو! خو چې کله وینا کوي پښتانه یې په نیمی خبرو نه پوهیږي! عملي زندګي او کورنی ماحول یې له پښتونولۍ سره غاپي.

د دوی رهبران دې نور هیڅ نه کوي، یوازې د ”چارسدې“ ”چمن“ او ”پشین“ د دکانو لوحې دې پښتو ژبې ته واړوي!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *