په نننۍ یوه ورځ کې کابل دوهمې زلزلې هم ولړزاو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په نننۍ یوه ورځ کې کابل دوهمې زلزلې هم ولړزاو

نن چهار شنبه ورځ غرمې ته نږدې یوه زلزله چې د ریختر په کچه ۵.۶ درجې وه، د افغانستان په ختېځو سیمو کې او د پاکستان په کوزه پښتون خوا او قبایلې سیمو کې را منځته شوې وه

د اولنۍ زلزلې وروسته له ماسپښین بعد ۳:۱۲ بجې په کابل او نورو ولایتونو کې شپږ اعشاريه، یو درجه یوه بله زلزله شوې ده

د دغې ورستنۍ زلزلې مرکز په تاجکستان کې و، خو خبرونه ښیي چې یادې زلزلې ازبکستان، تاجکستان، د افغانستان مرکزي ولایتونه،‌ د پاکستان ځینې سيمې او د هند راجستان یې هم لړزولي دي

د خبرونو له مخې د ورستنۍ زلزلې ژوروالی سل کيلو مټره وو

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *