ننګرهار: د بې پیلوټه الوتکو په برید کې پنځه داعشیان وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ننګرهار: د بې پیلوټه الوتکو په برید کې پنځه داعشیان وژل شوي

له ننګرهار څخه سیمه ییز چارواکي وایي د داعش ډلې پنځه کسان د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي دي

د خبر له مخې په یادو هوایي بریدونو کې د داعش ډلې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي

امریکایي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ پایین او میاجي بابا سیمو کې د داعش وسله والو پر مشکوکو پټنځایونو هوایي بریدونه کړي؛ چې له امله یې پنځه داعشیان وژل شوي

خبري سرچینې وایي ننګرهار کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر خلاف چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري

د یادو تلفاتو په اړه داعش ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *