څلورو ساعتونو نه زیاته ناسته د سرطان ګواښ ډیروي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

څلورو ساعتونو نه زیاته ناسته د سرطان ګواښ ډیروي

د نویو ترسره شویو څېړنو پایلو دا خبره په ګوته کړې، چې له څلورو ساعتونو څخه زیات کیناستل د کولمو د سرطان ګواښ ډیرولی شي.

څیړونکو ویلې؛ مخکینیو راپورونو دا خبره جوته کړې وه، چې تلویزیون ته زیات کتل انسان په سیګرټ څکولو او یا ډیر خوراک کولو باندې روږدی کوي، چې همدا لامل د انسان د کولمو د سرطان کواښ کیږي.

څیړونکو په دغه نویو ترسره شویو څیړنو کې، چې په ۲۵۰۰ هغه کسانو یې تر سره کړې، کومو چې د کولمو سرطان درلود دا خبره په بر کې نیولې تر څو د دوی د کور ژوند کې په ناسته د زیات وخت تیرولو او سرطان ترمنځ اړیکې ومومي، بالاخره دوی دا خبره وموندله چې بې کچې فزیکي کارونه (خوراک، سګرټ څکول او تلویزیون کتل) تر سره کول د کولمو د سرطان د ګواښ ستر لامل دی.

دغه څیړنه د فرانسې د څیړنو د ادارې ‏(For research on cancer ‏)
د برتانیې د امپیریل او اکسفورډ لندن پوهنتونونو په ګډه ترسره کړې، چې پکې ویل شوي؛ کوم کسان چې کمپیوټر او تلویزیون ته زیات کینې د هغوی د کولمو د سرطان ګواښ په نسبت سره هغو کسانو ته زیات وي، چې یادو څیزونو ته لږ کیني.

دا راز په دې څیړنه کې دا هم ویل شوي، چې دا ډول ناراسته ژوند تیرول، مانا دا چې کمپیوټر او تلویزیون ته زیات کیناستل او په پرلپسې توګه خوراک کول د وزن د زیاتوالي سبب کیږي، چې په بدن کې د اضافي وازدې د ډیریدا لامل کیږي او دا چاره د وینې په جریان بده اغیز کوي، چې د بدن د وده کولو په حجرو باندې منفي تاثیر کوي، چې دا بیا د کولمو د سرطان ګواښ زیاتوي.

تر دې مخکې نورو څیړنو هم د زیات کیناستي ځینې زیانونه په ډاګه کړي وو، چې یو یې د بواسیرو د ناروغۍ د رامنځته کیدل ښودلې وو.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *