نن سهار د کابل ښار شش درک سیمه کې د ملي امنیت د دفتر مخې ته هغه وخت یو سرتیری برید وشو کله چې امنیتي کسان خپلو دندو ته په لاره روان وو
په دغه برید کې د ملي امنیت کارکونکو ته ګڼه مرګ ژوبله واوښته
کله چې یادې سیمي ته د ژغورنې ډلې او خبریالان را ورسیدل پنځلس دقیقې وروسته یو بل سرتیري بریدګر چې د خبریال په لباس کې سیمې ته داخل شو، د خلکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه
د دوهمې چاودنې قربانیان اکثره د داخلي او خارجي مطبوعاتو خبریالان وو
په دوهم برید کې د ازادي رادیو خبریال ”عباد الله حنانزی“ د یک تلویزون خبریال ”غازي رسولي“ د پرانس پریس خبریال او عکاس ”شاه مري فیضي“ د ژوندون تلویزیون خبریال ”توخي“ د طلوع نیوز عکاس او څو نور خبریالان وژل شوي او تر څنګ یې د ازادي رادیو د یو خبریال په شمول ګڼ شمیر نور خبریالان ټپیان دې
د ورستیو راپورونو په اساس په دواړو چاودنو کې د ملي امنیت د کارمندانو په شمول ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه د امنیتي ځواکونو او خبریالانو په شمول زخمیان دي
د کورنیو چارو وزارت خبریال نجیب دانش رسنیو ته منلې چې په دې بریدونو کې څلور تنه پولیس هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي
د یادې خونړۍ پیښې مسؤلیت د داعش وسلوالو په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د ملي امنیت په نود ریاست یې دوه غبرګ سرتیري بریدونه کړي او د ملي امنیت زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
په پیښه کې د وژل شوو خبریالانو انځورونه :
کریم بریال
If you are going for finest contents like me, simply go to see this site all the time as it presents
feature contents, thanks http://Herveyhideout.com/wedding/guestbook/index.php?
Hello there! Quick question that’s entirely off topic.
Do you know how to make your site mobile friendly?
My website looks weird when viewing from my iphone4. I’m trying to
find a template or plugin that might be able to correct this issue.
If you have any suggestions, please share. Cheers! http://grsultracelldefense.net/