د تور چای ځینې روغتیایي ګټې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د تور چای ځینې روغتیایي ګټې

شمیرو په ډاګه کړې، چې له اوبو څخه وروسته په ټوله نړۍ کې د تور چای مینوال زیات دي او همدا لامل دی، چې څیړونکو ورباندې زیاتې څیړنې کړي دي.

د طبي کارپوهانو د پلټنو څخه وروسته دا خبره په ډاګه شوې، چې تور چای په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان لري، چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او نه پریږدي تر څو په بدن کې مو سرطان ځای پیدا کړي.

دا ډول دوی وایي، په تور چای کې داسې مواد شتون لري چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي او نه پریږدي، تر څو یې څښونکی کس په دغه ناروغۍ باندې اخته شي.

څیړونکي وایي، یوازې دا نه ده، چې تور چای د سرطان مخه نیسي او یا د وینې د لوړ فشار له ناروغۍ څخه مو ژغورلی شي؛ بلکې د شکر د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي لپاره هم خورا ګټور رول لوبوي.

د څیړونکو په باور په تور چای کې شته پلي سکاریدونه چې د ناشیستې او سلولوزو لرونکي دي، چې د شکر د ناروغۍ د کنترولولو لپاره خورا ګټور دي او دغه ترکیبونه کولای شي، په بدن کې د زیاتو ګلوکوزو د جذب مخه ونیسي.

د هغه څیړنې له مخې، چې په ۲۰۰۸م کال کې تر سره شوې، تور چای په دوه ډوله د شکر د ناروغۍ مخنیوی کوي.

د څیړونکو په خبره، تور چای کې شته فولینولونه او انتي اکسیدان د سلونونو د تخریب مخه نیسي او هم کولای شي، چې په بدن کې د انسویلونو کړنې سمې تنظیم کړي.

همدا راز څیړنې ثابته کړې، چې د شنه چای په پرتله تور چای د شکر د ناروغۍ په اسانه توګه مخنیوی کولای شي؛ البته شین چای بیا د هغه کسانو لپاره ګټور دی، چې وزن یې زیات وي او غواړي چې وزن کم کړي؛ ځکه شین چای د بدن اضافي وازګې له منځه وړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *