هند افغانستان کې دوه بندونه جوړوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اقتصاد خبرونه

هند افغانستان کې دوه بندونه جوړوي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د عامه اړیکو رئیس آصف “غفوري” رسنیو ته ویلي: هند غواړي په افغانستان کې دوه بندونه جوړ کړي او په وینا یې هند پخپله د دغو دوو بندونو د جوړېدو وړاندیز کړی دی

غفوري وایي، تر اوسه د دې بندونو د جوړولو لپاره د پانګونو جزیات نه ‎دي ورکړل شوي

ویل کیږي، د باغ درې بند چې د پنجشېر او غوربند پر سیندونو پروت دی د درې سوه مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري

همدا راز د سروبي دویم بند د اټکل له مخې د سل مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري

هېره دې نه وي، چې هند تر دې مخکې په هرات کې د درې سوه میلیونو ډالرو په لګښت د سلما بند رغولی دی

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *