سلطان محمود “غزنوي ” د تاریخ په هنداره کې_څلورمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

سلطان محمود “غزنوي ” د تاریخ په هنداره کې_څلورمه برخه

لیکوال: خامل “وردګ ”

د سلطان محمود د سلطنت پیل:
د سبکتګین درې زامن وو:
محمود
اسماعیل
نصر
د ده دوفات په وخت یوازې اسماعیل په ځای و،او دوه نور زامن یې لېرې چېرته تللي وو.

د ګډوډۍ دمخنیوي په خاطر نوموړي دچارو واګې اسماعیل ته وسپارلې.

داچې اسماعیل کشر اوبې تجربې و، نو د دومره ستر سلطنت دسمبالولو په وړتیا یې دمحمود_علیه الرحمة_ تر څنګ نور حکومتي سر داران هم ډاډه نه ول.

نو بناء محمود_رحمه اللّه_ له نېشاپوره خپل ورور ته داسې ولیکل:
له پلار وروسته ته په ما ډېر ګران یې، خو دسلطنت اداره کول دې تر سویه لوړه چاره ده، او پلار مو دضرورت له مخې ته په تخت کېنولی یې، نو بناء مرکزي سلطنت ماته را پرېږده زه به تا دخراسان او بلخ حاکم کړم.

دنوموړي دا پیغام په مصلحت بناء و خو اسماعیل دقدرت په نشه کې غوږ پرې ونه ګراوه، بالآخره محمود_علیه الرّحمة_ دټولو حکومتي مشرانو په خوښه سلطنت په زور ترې ستون کړ. او دی یې په جرجان کې په یوه داسې قلا کې نظر بند کړ چې د ژوند هر ډول آسانتیاوې یې درلودلې.

دسبکتګین خوب:

تاریخ فرشته لیکلي: دمحمود دپیدا کېدو په شپه(۱۰محرم۳۵۷هجري) یعنې (۱۰۸۲)کاله وړاندې یې پلار خوب ولید چې
په کور کې یې یو بوټی را وټوکیږي او ډېر زر ترې یوه داسې لویه ونه جوړه شي چې ډېر خلک یې تر سیوري لاندې راغلل، دی پېشلمی مهال لا دتعبیر په هکله په سوچ کې و چې د زوی زېری پرې وشو، او همدا تعبیریې ورکړ چې لدې زوی نه به مې لوی حکمران جوړیږي.

بالآخره داخوب هغه مهال رښتیا شو چې کله داسلام دا ستره هستي او خادم د۳۱ کالو په عمر په (۳۸۸) هجري کال کې په تخت کېناست.

لومړی کار:

له تخت ناستې سره سم یې په هند کې داسلام د زبردستۍ لپاره تیاري شروع کړه؛ او دا ځکه چې نوموړي آن دنوجوانۍ له وخته په خپل ذهن کې دې عظیم هدف ته درسېدو فکرونه پالل.
چې کله به دی په فوځي تمریناتو بوخت و او دهندوستان له خوا به کومه قافله راغله نو ده به په ډېره دلچسپۍ اوتجسس پوښتنې ترې کولې، چې کله به هغوی دهندوستان دسرسبزۍ، آبادۍ، او پرا خۍ خبره وکړه نو ډېر به حیران او سودا به یې ډېره شوه.

خو چې کله به یې دمسلمانانو دآبادۍ د کمښت او مظلومیت خبره واورېده نو ډېر به خواشینی شو.

نو ده آن له هغه وخته پتېیلې وه: که خدای وس راکړ نو په هند کې به مظبوط اسلامي حکومت قایموم.

خو له هند غوندې طاقت سره تر پنجه وهلو وړاندې داضرور وه چې ده باید دخپل سلطنت پښې لا پسې ټینګې کړې وای.

نوموړي پدې سلسله کې هغه علاقې فتحه کړې چې په یو ډول ترې دده حکومت ته خطر پېښېدای شوای، همداراز یې په نېشاپور کې دبغاوت اور هم مړ کړ.

دساماني حکومت خاتمه:

دامهال دآمو پورې غاړه دسامانیانو او ترکستاني “ایلک خاني “سر دارانو تر منځ مقابله روانه وه، چې بالآخره په کال
۳۸۹هج کې دترکستاني حاکم په لاس دساماني حاکم عبد الملک بن نوح په وژل کېدو په منځنۍ آسیا باندې ۱۲۸کلن ساماني حکومت پای ته ورسېد.

داچې ساماني حکومت په خراسان باندې دسلطان محمود_رحمه اللّه_ دپوره قبضې مانع و، نو داپېښه هم دنوموړي لپاره یو نېک فال و؛چې پدې توګه یوه پراخه ځمکه تر غزنوي سلطنت لاندې شوه.

له عباسي خلافت سره ښه تعلّقات:

دامهال دعباسي خلافت په ګدۍ القادر باللّه ناست و، سلطان صاحب_علیه الرحمة_هوښیار کار دا وکړ چې دخلافت له مرکز سره یې اړیکې ورغولې ،دخلافت لپاره یې ډېر کارونه وکړل، چې دهغو په عوض کې دخلافت له لورې د “امین الملّة ” او “یمین الدّولة ” په القابو ونازول شو.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *