واتسن پوهنتون: افغانستان کې له سلو زرو زیات کسان وژل شوي /انځورونه – افغان وطن ویبپاڼه
انځور مرکې او راپورونه ملټي ميډيا

واتسن پوهنتون: افغانستان کې له سلو زرو زیات کسان وژل شوي /انځورونه

افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه د ۲۰۱۶ کال تر نیمایي پورې زرګونه کسان وژل شوي دي

د واتسن پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې ۴۲ زره وسله وال طالبان، ۳۱ زره ولسي وګړي، ۳۰ زره افغان سرتیري، ۶ زره امریکایي سرتیري او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو سرتیري وژل شوي دي

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر “عمر داود” بیا په هیواد کې اوسني ورځني تلفات له شرمه ډک بللي دي

د نوموړي په وینا، چې د افغان سرتېرو د پوځي تلفاتو اوسط شمېر ۱۰۰ دی

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د ملکي وګړو د تلفاتو پړه د وسله والو مخالفینو په غاړه وراچوي، او زیاتوي، دغه راپور چې د امریکا واتسن پوهنتون خپور کړی نه ردوو او نه یې تائیدوو

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند “نجیب دانش” هم پورتني ارقام نه مني او وایي، هغه سرچینې چې یاد پوهنتون ته یې دغه ارقام ورکړي، څرګندې نه دي

د بشري حقونو خپلواک کمېسون ویاند “بلال صدیقي” د ولسي وګړو پر تلفاتو او له بشري حقونو څخه په سرغړونې اندېښنه ښودلې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د قانون حاکمیت ته دې زمینه برابره کړي

د امریکا په دغه اوږده جګړه کې چې له ۱۷ کلنو اوړي لا هم زرګونه امریکایي سرتیري په افغانستان کې ځای پر ځای دي او امریکا نیت لري تر څو د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه ۱۷۰۰۰ ته لوړ کړي

وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د یاد راپور په اړه څه نه دي ویلي

حبیب ښاد

په افغانستان کې د بهرنیانو په بمباریانو او چاپو کې ملکي خلکو د وژل شوو څو انځورونه




خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *