سلطان محمود غرنوي د تاریخ په هنداره کې/ درېیمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

سلطان محمود غرنوي د تاریخ په هنداره کې/ درېیمه برخه

لیکوال: خامل وردګ

په هندوستان باندې د سبکتګین ړومبۍ حمله:

دا هغه وخت وو، چې د لاهور، کشمیر، ملتان او نور هندوستان نه علاوه په لمغان (له پیښوره وړاندې له افغانستان سره سرحدي علاقې یا اوسنی لغمان) باندې د راجه جي پال حکومت وو.

سبکتګېن غوښتل په لمغان باندې ددوی تسلط ختم او اسلامي نړۍ ته متوجه خطر له منځه یوسي، بالآخره یې په کال۳۶۷ هجري کې یعنې ۱۰۷۲ کاله مخکې د راجه جي پال په سیمو حمله وکړه ، ډیره علاقه یې ترې ونیوله.

په دې کارسره نوموړي د هغو فتوحاتو بنیاد کېښود، چې له امله یې دده د رشيد زوی : سلطان محمود غزنوي، نوم د اسلامي تاریخ زرین باب دی.

په دې غاښ ماتونکي ګذار سره راجه جي پال سخت نارام شو، نو یې له شاوخوا راجه ګانو څخه په مرسته غوښتلو یو لوی لښکر تیار کړ او د غزني په لور روان شو، سبکتګین چې کله ترې خبر شو نو له له غزني نه را وکوچېد او پیښور ته نږدې یې د لمغان “اوسني لغمان”په میدانونو کې د راجه جي پال مقابله وکړه.
په دې جنګ کې د هندوانو طاقت بیخي زیات وو، سلطان محمود چې تر دې مهاله لا د کشر عمر څښتن وو، په دې جنګ کې یې د قومندان په توګه ګډون درلود او د خپل اړوند كنډک جنګولو په واسطه یې هندوان ښه وځپل.
په دې جنګ كې الله تعالی د يو غيبي كومک په رالېږلو سره د هندوانو همت ختم او له ماتې سره مخ كړل؛ طوفان سيلۍ باران موسم تر اندازه ډېر سوړ کړ.
راجه د خپل لښکر د ويجاړ حالت په ليدو د مذاكراتو وړاندیز وكړ او په لاندې مادو مشتمله صلحه وشوه:

۱:جنګ به فوراً بندیږي، اومسلمانان به له دې ځای نه ستنیږي.

۲: د راجه جي پال په سلطنت كې به د سبكتګين احكام نافذ وي.

۳: هندو امپراطوري به غزنوي سلطنت ته باقاعده باج وركوي.

۴: دلته موجود فيلان او سامان به هم مسلمانانو ته حواله كېږي.

خو محمود” غزنوي” د خپل خدای وركري بصيرت له مخې ددې سولې مخالفت وكړ او د جنګ جاري ساتلو په حق كې وو، چې بيا وروسته دا ثابته هم شوه چې د جنګ په جاري ساتلو کې ظاهراً د مسلمانانو خير وو.

خو سبكتګين بيا د خپلې زړه سواندۍ له مخې پدې صلحه لاسلیک وكړ او يو څو سرداران یې له راجه نه د پیسو او سامانونو د وصولي لپاره پرېښودل او خپله غزني ته ولاړ.

د راجه جي پال بېوفایۍ او د لمغان جنګ:

راجه جي پال چې كله مطمئن شو نو د معاهدې د ماتولو په فکر کې شو، با لآخره یې همداسې وكړل هغه مسلمان سرداران یې ټول برامته كړل، كوم چې سبكتګېن د معاهدې په اساس د باج او نور سامان د وصولي لپاره پرېښي ول.

سبكتګېن چې كله ترې خبر شو نو د راجه پدې بې غيرتي زيات په قهر شو، با لآخره څو مياشتې وروسته ، راجه ته د درس وركولو لپاره يو ځل بيا د افغانستان سرحدي سيمې لمغان ته وكوچېد.

راجه باوري وو چې سبكتګېن مې دغسې نه پرېږي، نو وار له مخه یې ځان د جنګ لپاره ښه تیار کړی وو.

پدې سربېره د مرستې په پار د اجمير، قنوج، دهلي او كالنجر د راجه ګانو كومكي قواوې هم د راجه خدمت ته رسېدلې وې.

د لمغان په ميدانونو کې يو ځل بيا د حق او باطل لښکرې سره مخامخ شوې.

سبكتګېن تر جنګ مخته له يوې غونډۍ نه د دښمن د فوځ ننداره وكړه.

د جي پال په لښکر کې له بېشمېره پیاده وو نه علاوه، يوازې د سپرو شمېر يو لک وو.

سبكتګېن تر جنګ پیلېدو وړاندې په جهادي آيتونو او احاديثو باندې مشتمله وينا وكړه.

لنډه دا چې پدې جنګ كې هم سوبه د مسلمانانو په برخه شوه، او هندوان د اټک په لور وتښتېدل، لدې سوبې وروسته په پېښور کې د مسلمانانو يو مركز ايجاد شو، سبكتګېن ۲ زره مجاهدين د پېښور د حفاظت لپاره پرېښودل او خپله غزني ته روان شو.

لدې وروسته يې څه موده د آمو پوري غاړه، په څه كارونو كې تېره كړه او بيا یې د ژوند تر پايه په آرامه د خپل حكومت چارې پر مخ یووړې.

با لآخره د اسلام دا وفادار سپاهي په ۳۸۷ هجري چې له۹۹۷ ميلادي سره سمون خوري د اجل داعي ته لبيک ووايه.

نوموړي په خپله دوره كې د ښې حكومتداري، سياست، عدالت، عسكري، قيادت، د اسلام د سرلوړي لپاره د جنګېدلو بهترين ثبوت وړاندې کړ.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *