سلطان محمود غزنوي د تاریخ په هنداره کې/دوهمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

سلطان محمود غزنوي د تاریخ په هنداره کې/دوهمه برخه

لیکوال: خـامـل وردګ

د عبدالمالک بن نوح ساماني وروسته یې ورور: منصور بن نوح ساماني په كال ۳۵۰ كې په تخت كيناست، الپتګين یې د تخت ناستې مخالف وو نو ځكه یې د خراسان ولايت مركز پريښود او يوه كوچني كلي (غزني)ته راغی او همدلته یې د خپل حكومت بنياد كيښود،چې بالآخره ۱۷ كاله وروسته په ۳۶۷ كې وفات شو.

دده په ځای یې زوی اسحاق د غزني پاچا شو خو د خپلې نا أهلۍ له وجې څه وخت وروسته پوځي سردارانو معزول كړ.

له اسحاق نه وروسته د غزني سلطنت سبكتګين(د سلطان محمود غرنوي پلار)ته ورسيد.

سبكتګين:

نوموړی ځینو تاريخ پوهانو تُرک بللی او ځيني بيا وايي: د پلار لخوا تُرک او د مور لخوا إيرانی وو، خو چې هر رنګه وي دا خبره ضرور ثابته ده چې د نسب په لحاظ يو شريف سړی وو.

سبكتګين اګر كه په نسلي لحاظ د ألپتګين هيڅ هم نه كيدو، بلكه يوازې قومندان یې وو خو د خپل قابليت په بركت لومړی د ألپتګين زوم او بالآخره یې د سلطنت وارث شو.

د سبكتګين په هكله مشهوره ده چې د ألپتګين غلام وو، خو د غلامۍ توجيه یې ځينو تاريخ والو داسې كړې ده چې د آسيا اوسيدونكي دا عادت لري چې كه هر څومره غټ قومندان او سردار به وو خو بيا به یې هم ځان ته د پاچا په غلام ويلو د شرم او بيغزتۍ احساس نه كاو نو كيدايشي په همدې دود یې ځان د ألپتګين غلام بللی وي.

خو كه غلامي یې ثابته هم شي نو دا تصادفي غلامي وه او نسبي او اصلي غلامي نه وه، او هغه داسې چې ځينو سړي تښتوونكو په لاره كې په يواځې ليدلو سره ګرفتار او برامته کړ او بخارا ته یې يووړ او د غلام په حيث يې خرڅ كړ .

سلطان سبكتګين شل كاله په غزني حكومت وكړ، په هلمند کې یې د بست كلا فتحه كړه، د هرات په جنګ كې یې سوبه وكړه ، د پنجاب او سندراجه جي پال ته يې څو ځله غاښ ماتوونكې ماتې وركړه.

دا چې د سلطان محمود غزنوي نشأت آن د خپل پلار له دورې پيليږي نو مناسبه ده چې لږ نور هم د سبكتګين په حالاتو او كارنامو تم شو.

د څلورمې هجري پیړۍ په منځنيو كلونو كې يوازې افغانستان ته نه، بلكه ټولې اسلامي نړۍ ته د كفري طاقتونو لخوا خطر متوجه وو، په دې طاقتونو كې هندو راجه ګان د يادولو وړ دي، د دوی د ټکولو لپاره خو خدای پاک ډير كار له سلطان محمود نه واخست خو دا خبره بايد له ياده ونه باسو چې كوم فتوحات او تاريخ جوړونكې كارنامې چې سلطان صاحب په هند كې ترسره كړي د هغو بنياد، دده وياړمن پلار سبكتګين ايښی دی.

نوموړی د يو با احساسه او په دين دردمن مسلمان په توګه هيڅكله د هندوانو له خطر نه غافل نه وو، قدرت ته په رسيدو یې د اسلامي سلطنت د پراختيا لپاره لومړی كوښښ د جنوبي افغانستان په لور وو؛ هغه تر بلوچستان پورې په چابكۍ سره ورسيد او تر خضدار پورې علاقي یې فتحه كړې، چې بيرته غزني ته راستون شو نو هندوستان ته د سبق وركولو په فكر كې شو او همداراز د شمال شرق خوا ته د چين له لوري د ممكنه حملې نه هم بي پروا نه و.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *