ننګرهار:له یتیمانو سره نږدې یو میلیون افغانۍ نغدي مرستې وشوې – افغان وطن ویبپاڼه /widgets.js";var sz=d.getElementsByTagName(s)[0];sz.parentNode.insertBefore(z,sz)}(document,"script","zb-embed-code"));
د يتيمانو مرسته

ننګرهار:له یتیمانو سره نږدې یو میلیون افغانۍ نغدي مرستې وشوې

د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې له ۷۳ تنو یتیمانو سره تقریباً یو میلیون نغدي مرسته تر سره شوه

یاده مرسته د دې ولایت د کار او ټولنیزو او معلولینو ریاست په هڅو او هاند سره د بشري مرستو د ټولنې په بشپړه همکاري سره ترسره شوه

ویل کیږي په دې مرسته کې د ۷۳ تنو یتیمانو څخه هر یوه ته ۱۱۳۸۰نغدې افغانۍ ورورسیدې

همدا راز د کار او ټولینیزو اومعلولینو ریاست لخوا د ماشوم ساتنې عملي اقدام تر نامه لاندې میاشتنۍ غونډه هم ترسره شوه چې د زیاتو ادارو استازو پکښې ګډون درلود

په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د ماشومانو د پوهنې او روغتیا په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې او د دې لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړه تر څو د ماشومانو یادې ستونزې ورحل کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *