سلطان محمود غزنوي د تاریخ په هنداره کې: – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

سلطان محمود غزنوي د تاریخ په هنداره کې:

لومړۍ برخه

لیکوال: خا مل “وردګ”

تر اسلام مخته د قریشو سره اړوند د دوو ځواکمنو قبیلو: امویانو او بني هاشمو “عباسیانو” تر منځ کلونه کلونه دښنمي او سیالي روانه وه.
د اسلام په راتلو او د پیغمبر علیه السلام د مبارک صحبت او تعلیماتو په برکت دا دښمني یو مخ د ټولو هیره، او ټول سره وروڼه وروڼه شول، خو د حضرت عثمان “رضی الله عنه” د خلافت په زمانه کې -چې خپله دی هم اموي وو – د ځینو شرخوښو اشخاصو د غلطو پالسیو له وجې دا دښمني او تربګني یو ځل بیا را تازه شوه، چې همدا سیالي بیا د خلافت په سر د دواړو کورنیو تر منځ په یو اوږد مهاله کشمکش باندې تمامه شوه، چې د اسلامي تاریخ یو اوږد او له نادراتو ډک داستان دی.
د حضرت علي “رضی الله عنه” تر شهادت ورسته د شپږو میاشتو په استثناء په ۴۱م هجري کال کې د خلافت واګې په تمامه معنی د امویانو لاسونو ته پریوتې، او حضرت معاویه “رضی الله عنه” د یو برجسته او مستقل مزاجه امیر په حیث د خپل شل کلن حکومت بنیاد کیښود.

د امویانو د حکومت ۹۱ کلنه دوره، د عباسیانو د هغې په نسبت له اداري پلوه، یوه کامیابه دوره بلل کیږي، په دا دومره اوږده موده کې تر پایه د خلافت مرکز یو وو، نه ترې کوم هیواد جلا شو، او نه چا ترې د خپلواکۍ اعلان وکړای شو.

په کال ۱۳۲ هجري کې یعنې۱۳۰۷کاله مخکې چې کله خلافت عباسیانو ته په لاس ورغی، نو په لومړي سر کې په ۱۳۸هجري کال کې، ترې اندلس ( هسپانیه) بیل، او د عبدالرحمن په نوم پکې یو اموي سردار د خپل پرتمین خلافت اعلان وکړ، او سوونه کاله د بغداد له تسلط نه آزاد او مستقل پاتي شو، چې جلا او له ویاړه ډک تاریخ لري، دا په داسي حال کې چې اندلس د امویانو په وخت کې د دمشق مربوط یو ولایت وو.

له عباسي خلافته د حکومتونو د جلا کیدو لړۍ همداسي پسې روانه وه، او په زیات شمیر سیمو کې مستقل حکومتونه برسرِاقتدار شول، چې د لیکنې کمې حوصلي ته په پام یې له یادولو تیریږو.

د اندلس په استثناء دا مستقل حکومتونه ټول داسې نه وو چې له عباسیانو سره دې چاړه او غوښه او په جنګ کې ښکېل ول؛ بلکې د اکثرو په جامع مساجدو کې به خطبه د عباسي خلیفه په نامه لوستل کېده او پاچایانو یې تل د عباسي خلفاوو د تابعداري”اقرار” کاوو، پدې حکومتونو کې یو هم د افغانستان د غزنویانو سلطنت و.

د غزنوي سلطنت لنډه تاریخچه:

د بغداد خلفاوو له پیله د ایرانیانو ډیر خیال ساته، او عملاً یې د عربو په مقابل کې د دوی په ځواکمنولو کې هیڅ کمی نه کاوه، د دې وجه دا وه چې له امویانو نه، د خلافت په لېږد، کې یې د ایرانیانو همکاري سترګو ته دریده، همدا وجه وه چې د ایرانیانو سره تل د خپلې امپراطورۍ د احیاء فکر مل وو، او عملاً دې هدف ته د رسېدوپه لار کې لاس په کار ول.

ابو مسلم، او د برمکیانو کورنۍ د همدې غرض لپاره تر ډیره پورې ځان اقتدار ته رسولی هم وو، د دوهم عباسي خلیفه “منصور” لخوا د ایراني نژاده ابو مسلم وژل او د پنځم خلیفه “هارون رشید” لخوا د خپل مجوسیّ النسله وزیر “جعفربرمکی” وژل له همدې ځایه سرچینه اخلي، خو تر څو پورې چې په عباسي خلفاوو کې سپاهیانه او فاتحانه خواص او جذبات موجود ول، ایرانیانو ته یې، کما حقه په خپل هدف کې د کامیابۍ موقع نه ورکوله، بالآخره د عباسي خلفاوو عیاشۍ او کمزورۍ، د ایرانیانو د دې ارمان د پوره کولو شرائط برابر کړل.

تر ټولو ړومبی “یعقوب بن لیث صفاري” په ۲۵۴هجري کې، یعنې ۱۱۸۵کاله مخکې د یو خپلواک حکومت په جوړولو بریالی شو، په ایران کې د بغدادي خلفاوو د مستقیمو حکومتونو نه وروسته صفاري حکومت لومړی خود مختاره حکومت بلل کیږي.

نوموړی ځینو عربي تاریخ پوهانو د اسلامي تاریخ په نامتو، او په دین مینو اشخاصو کې راوړی او د خیرالقرون د مسلمانانو د دیني حمیّت او بهادرۍ یوه نمونه یې بللې، د افغانستان له سمت شمال نه واخله، آن تر کابل او هراته، او بیا تر ایرانه پورې یې ټوله سیمه فتحه کړه، او په ۲۵۸هجري کې یې په همدې سیمه کې د “طاهریانو” حکومت هم رانسکور او یو وسیع او خپلواک حکومت یې قائم کړ.

نوموړي په نسلي لحاظ عرب او د هغه عربانو له پاته شونوڅخه وو چې په لومړی او دوهمه پیړۍ کې د جهاد په موخه د افغانستان جنوب ته راغلي ول، چې دلته یې د څلور پشتونو په تیریدلو سره محلې ژبه خپله کړې وه.

نوموړي د ډیرو ښو صفاتو تر څنګ عسکري او سپاهیانه اخلاق درلودل، ځکه هم د ډیرې ټیتې مرتبې نه د یو خپلواک او لوی سلطنت مالک شو، او بغداد ته په یو بالفعل سر درد واوښت چې په له منځه وړلو کې یې تر ډیره بریالي نه شول، د یعقوب له وفات وروسته یې یو په بل پسې وارثان په تخت کیناستل چه بالآخره د ماوراءالنهرحاکم “اسماعیل ساماني” د بغداد په امر د صفاریانو مقابلې ته تیار شو، او په دې ډول د صـفاري کــورنۍ حـکومت پای تـه ورسید.

د دې وروسته د “اسماعیل ساماني” په پاچا کیدو د سامانیانو دوره پیلیږي، له صفاریانو وروسته د ساماني کورنۍ قدرت ته رسیدل طبعي ول؛ ځکه ساماني کورنۍ د ایران د یو مشهور سردار له نسله وه، او له بغداد سره یې هم آن د نیکه “اسد بن سامان” له وخته دوستانه تعلقات درلودل، همدا دوستي وه چې د صفاري حکومت برعکس یې د بغداد د قیادت منلو اقرارهم کاوه، د ایران او افغانستان حکومت په ساماني کورنۍ کې کلونه کلونه دوام وکړ چه بالاخر په۳۴۳هجری کال کې ـ یعني ۱۰۹۶ کاله پخوا ـ واک “عبدالمالک بن نوح ساماني” ته ورسید، هغه د افغانستان په جنوبي حصه سردار الپتګین حاکم کړ.
نور بیا…..

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *