د نومیالیو لړ پیل له افغان وطن څخه – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

د نومیالیو لړ پیل له افغان وطن څخه

د ځمكې په مخ د مدنيت له پيله د تاريخي پیښو يادداشت کول او بيا یې وروستيو نسلو ته رسول يو عام بشري معمول پاتې شوی، ددې چارې طريقو،ښایي د تاريخ په اوږدو كې بيلابيل پړاوونه او رنګونه خپل كړي وي، خو دا ځای ثابت دی چه انسان هر وخت د ماضي له تجربو نه په عبرت اخستو،د حال اومستقبل له ناخوالو سره پنجه وهلې.

په نړۍ كي هغه قوم ته د كامياب او ويښ قوم په سترګه كتل كيږي چه د خپلو اسلافو د ژوند بيلابيل اړخونه خوندي كوي.

” افغان وطن “اداره په همدې اميد د خپلو تاريخي څيرو او نومياليو حا لات نشر ته سپاري،ترڅو مو ګران ولس له خپلې ماضي سره په آشنا کیدو،د لا دیرو ویاړونوجوګه شي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندونې

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *