برېتانیا:له افغانستان سره به دوامداره مرستو ته ادامه ورکړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

برېتانیا:له افغانستان سره به دوامداره مرستو ته ادامه ورکړو

د برېتانیا هیواد له لوري د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړي استازي اوین جنکنیز له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال ویلي،چې هیواد یې له افغانستان سره دوامداره مرستو ته ژمن دی

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني له اوین جنکنیز سره په ارګ کې وکتل او دواړه لورو په دوه اړخیزو همکاریو او د سیمې په مهمو مسائلو خبرې اترې وکړې

په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د برېتانیا هیواد استازي د افغانستان او برېتانیا هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا هم ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې له افغانستان سره به دوامداره مرستو ته ادامه ورکوي

په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د ګډ حکومت او خپلو هیوادوالو په نمائیندګي له برېتانیا هیواد څخه مننه او قدرداني وکړه

 

سلیم مایار

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *