مقدمه
افغان وطن یوه ناپېیلې، خپلواکه، دین او وطن ته متعهده ویب پاڼه ده، چې تر بشري نړۍ پورې د مظلومو افغانانو د غږ رسېدو په موخه نوی په کار پیل کوي او غواړي، چې د افغان غیور او کړېدلي ولس ناخوالو ته په اسلامي، بین الافغاني پوهاوي سره د کابو څلورو لسیزو را پدېخوا د نه جوړېدونکي ناسور اصلي لاملونه ـ چې د دوست او دښمن په جامه کې د پردیو دوامداره مداخلې دي ـ د پای ټکی پیدا ، او افغانان وکولای شي د خپل تېر تاریخ، افغاني وقار او غرور په اقتفاء د اغیارو د مداخلې سوړې درک او د یو اسلامي، افغاني اخوت په فضا کې نور د پردیو د ګټـو لپاره استعمال نه شي او د یو خپلواک، اسلامي، افغان شموله نظام څښتنان وګرځي.
افغانستان د ټولو توکمونو، نژادونو، ګډ کور دی او هر با احساسه افغان یې د هر قسمه تبعیض او تجزیې په کلکه مخالف دی.
افغانستان چې کابو څلور لسیزې د شرق او غرب د غبرګو اشغالونو په اور کې سوځي او له امله یې د پردیو د مداخلو په وجه د خپل منځي جنګ په نه جوړېدونکي ناسور اخته شوی او د یو بې سرپوښه دیګ په شان هر کس او ناکس ترې د خپلې خوښې ګټه اوچتوي او د هر راز پیشرفت مخه یې نیول شوې، د پردیو په وجه د تجزیې او هر قسم تبعیض لور ته کش شوی، تعلیم، صنعت، صحت، اقتصاد، زراعت، بیارغونه، او د نړۍ والو سره د سیالۍ بهیر یې د ملي او اسلامي پوښښ لاندې د یو خپلواک، افغاني او اسلامي نظام د نیستۍ له امله ټول له خاورو سره خاورې شوي.
افغان وطن غواړي دې ناخوالو ته د پای ټکي د اېښودو په موخه د بین الافغاني پوهاوي په بهیر کې افغان وطن د یو روښانه مستقبل په درلودلو او راخپلولو سره د خپل منځي شخړو له امله دا طوفاني شوې کښتۍ د ملي اواسلامي ارزښتونو تر پوښښ لاندې د یوې دائمي او عملي سولې تر ګودره د پردیو له لاس وهنو پرته په افغاني هوډ، په افغاني دود ورسوي او افغانستان د یو خپلواک، ځواکمن، بریمن او افغان شموله نظام په لور چې زموږ ملي او دیني هویت او حیثیت پکې خوندي وي؛ رهي کړو. ان شاء الله.
(د افغان وطن اداره )
الله مو بریالي لره او دا مو ښه نېک اقدام ته مخه کړې نېک او خوش اوسئ