د سولې په تړاو د کابل پروسې بله غونډه جوړېږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان

د سولې په تړاو د کابل پروسې بله غونډه جوړېږي

د کابل پروسې په نوم لومړی نړیوال کنفرانس د جوزا د میاشتې په ۱۶ مه په کابل کې جوړ شوی وو
 د افغانستان د مالیې وزير اکلیل حکیمي وايي چې په کابل کې د سلواغې په پنځمه د کابل پروسې په غونډه کې به د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو استازې یوازې د سولې په مسله خبرې وکړي.

ښاغلي حکیمي چې نن د جمعې په ورځ یې په کابل کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره په کابل کې د لوړپوړو چارواکو د وه ورځینو غوڼدو د پایلو په اړه خبرې کولې، وویل چې د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د سولې مسله هم شامله وه.

ښاغلي حکیمي وویل ” هرچا غوښتل چې د سولې په بهیر کې رول ولري، زمونږ دوستانو به په ښه نیت ممکن دا کار کوه، خو مونږ وویل چې نه، نورو پایتختونو ته یې نه پریږدو په همدې پایتخت کابل کې دې جوړ شي، ترڅو د افغانانو په خپلو لاسونو کې وي، لومړۍ غونډه یې څه موده وړاندې په کابل کې وه او ټولو په کې ګډون درلود یو بریالی کنفرانس وو، اوس رئیس صاحب اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۵ مه چې د سلواغې د پنځمې ورځې سره برابره ده، په کابل کې یوه بله غونډه یوازې د سولې په تړاو جوړیږي”.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې په سیمه کې د سولې په برخه کې یوه ډیره ښه موقع رامخې ته ده، چې د همدې له امله جمهوررئیس غني داپریکړه وکړه چې په کابل کې د سولې په تړاو د دغسې یوې سترې غونډې کوربه شي.

هغه هیله وښوده چې د کابل پروسې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو تروخته به افغان حکومت د وسله والو مخالفانو سره د سولې په برخه کې یو لړ ګامونه هم واخلي، خو ښاغلي حکیمي په هکله نور جزئیات ورنه کړل.

افغان حکومت د روان هجري شمسي کالد جوزا په ۱۶مه په کابل کې د کابل د پروسې په نوم د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب کړی وو.

افغان حکومت په کابل کې د کابل د پروسې د نړیوال کنفرانس د جوړولو هدف د بیلابیلو هیواد ونو له خوا د افغانستان د سولې په تړاو د هڅو ترمنځ د همغږۍ پیداکول او په یو مرکز کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د دغو هڅو تنظیمول ښودلي وو.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما رئیس او د د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو په دې خبرې ناسته کې د سولې د هڅو د همغږۍ لپاره د کابل د پروسې د کنفرانس څخه د ملګروملتونو ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه د هرې ممکنې لارې چې کیږي په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي یاماماتو وویل ” د کابل پروسه د سولې په برخه کې د افغان حکومت یو ډیر مهم ابتکار دی، ولي مهم دی، ځکه چې دا یوه پروسه ده، چې افغانستان ته د سولې د بهیر د حرکت ورکولو موقع ورکوي، دا افغانستان دې چې د دغو هڅو په منځ کې ځای لري او نورو هڅو ته به غوږ ږدي او د سولې د هڅو د ارزونو وړتیا به ولري دا چې په کومه بڼه د سولې بهیر ته حرکت ورکړل شي او دا د ټولو هیوادونو چې د جون په شپږمه په تیر کنفرانس کې ۲۶ هیوادونو برخه لرله ملاتړ هم له ځان سره لري. ممکن د سولې په تړاو به د نورو هیوادونو نورې هڅې هم وي، خو دا ټولې هڅې به د کابل پروسې د چتر لاندې راشي او دا ټولې هڅې به د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کیږي”.

د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما رئیس، وویل نړیواله ټولنه هم د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *