دوحې تړون د امریکا اړتیا؛ که نقض شي، پايلې به یې څه وي؟ لیکوال: عبدالصمد شاکر – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

دوحې تړون د امریکا اړتیا؛ که نقض شي، پايلې به یې څه وي؟ لیکوال: عبدالصمد شاکر

که د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون نقض شي، پايلې یې څه کیدی شي؟ په دې باب قطعي پرېکړه کول به ستونزمن او له وخت مخکې خبره وي؛ خو څه چې څرګند دي، هغه دا دي، چې دا او دې ته ورته نورې پوښتنې خامخا د تړون له لاسلیک کولو نه وړاندې طالب استازو درک کړې وي او بیا به یې د وړ ځواب له موندلو وروسته د تړون لاسلیک کولو ته ملا تړلې وي.

دا پوښتنه، چې که تړون نقض شي؛ نو پایلې یې څه کیدلی شي؟ په دې باب به دومره ووایو، چې طالب استازو د تړون په لاسلیک کولو کې له څو اړخونو یو شمېر اهداف وو، چې ځينې هغه یې د تړون په عملي کولو کې نغښتې وو او هر چاته ښکاره هم دي او تر ډیره بریده یې تر لاسه کړي هم دي؛ خو ځينې نور یې بيا د تړون په نقض کې هم وو، چې یو شمیر یې دلته لنډ راخلو:

لومړی: که امریکا شوی تړون نقض کړي؛ نو هغه هیوادونه چې پارون ورځ په امريکايي ايتلاف کې ورګډ او د طالبانو لپاره فشار ول، ښايي چې نن ورځ به په دغه ايتلاف کې په هماغه ډول ګډ پاتې نشي، چې په دې توګه به له طالبانو څخه دا فشار یو ډول ختم او بالمقابل به امريکا ته دروند فشار او داسې ستونزه وي، چې په حل کولو به یې ډیر وخت ولګیږي.

دوهم هدف: دا چې طالبان د سياسي اړخ په لا زیات غښتلي کولو باندې اخته دي او د دې کار لپاره سخت برداشتونه هم کوي، خو که امریکا شوی تړون نقض کړي؛ نو امریکا به په نړۍ کې خپل سياسي حیثیت وبایلي او بالمقابل به د طالبانو سياسي اړخ لا پسې غښتلی او طالبان به نړیوال سیاست او رسمیت خپل کړي او په دې توګه به هغه هدف، چې په ډیرو برداشتونو او مصارفو یې خپلول سخت دي، په ډیره اسانه او ارزانه طریقه به یې خپل کړي.

درېیم هدف: طالبان د خپلو اهدافو تر لاسه کولو او خپلو مهمو پالسیو د تطبیق لپاره د سمیېزې او نړيوالې اجماع لپاره په مستقیم او غير مستقیم ډول اخته دي، چې دا هدف یې تر ډیره بریده له سختو خطرونو زغملو سره ـ سره ترلاسه کړی هم دی؛ خو که امریکا تړون مات کړي؛ نو د تړون د نقض په صورت کې به د یادې اجماع هیوادونه د خپلو موخو د ساتلو لپاره پخپله دې کار ته ورګډ او طالبان به له خطر پرته خپل اهداف تر لاسه کړي.

څلورم هدف: طالبان ځان ته د نړیوال رسمیت د پیدا کولو او د امریکا انزوا ته د بیولو په لټه کې دي، چې دې کار لپاره یې زیات تکلیفونه هم په ځان منلي دي؛ خو تړون نقض کيږي؛ نو د نقض په صورت کې طالبان رسمیت پیدا کوي؛ ځکه د جریان شاهد هیوادونه به د خپلو اهدافو د ساتلو لپاره تړون ته ژمنتیا ښايي او د نقض په صورت کې به مجبوريږي چې یا په امریکا یو ډول فشار وارد کړي او یا ان د طالبانو بشپړ ملاتړ هم وکا چې بیا به دا چاره د طالبانو لپاره چانس او د امریکا سياست ته دروند ګزار وي او بالاخره امریکا به پخپله انزوا ته کش کړي.

پنځم هدف: طالبانو ته سمییزه فضا جوړول ډیره اړتیا لري او د دې اړتیا لپاره یې له کالونو کالونو را په دیخوا بیلابیل پروګرامونه په کار اچولي دي او دا هدف یې د سيميزو قدرتونو سره د ښو اړیکو په جوړولو سره تقریبا تر لاسه کړي دی، بل طرف بیا د امريکا لپاره په سېمه کې خپل نفوذ ساتل هم اړین دي؛ خو د اوس لپاره دا هدف په نظامي توګه ترلاسه کول ناشوني دي؛ ځکه د امريکا په مقابل کې اوس دلته روسیه، چین، ایران، هند، پاکستان او نور مخکښ لوبغاړي موجود دي، چې هغوی د امریکا په مقابل کې د نظامي زور پر ځای له اقتصادي او اجتماعي زوره کار اخلي؛ خو که امریکا تړون ماتوي او غواړي زور وکاروي؛ نو طالبان لا غښتلتيا پیدا کوي او امریکا خپل بشپړ نفوذ له لاسه ورکوي.

په لنډ ډول باید ووايم، چې د امریکا تیرې ادارې دا ټول اهداف درک کړي وو او له همدې اړتیا او مجبوریته یې تړون لاسليك کړ؛ خو که د امریکا نوې اداره تړون نقض کړي؛ نو موږ به ډیر زر، په اسانه، ارزانه او لنډ وخت کې خپلو اهدافو ته ورسیږو او امریکا به ډیر زر ان شآء الله دلته داسې ماتې وخوري، چې بیا به وایي، چې ای کاش! هغه د اوړو پزه راته ښه وه.

#تړون_دامریکا_اړتیا
#تړون_دامریکا_مجبوریت

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *