‏طالبان د بدخشان مرکز تر څنډو رارسیدلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

‏طالبان د بدخشان مرکز تر څنډو رارسیدلي

.

د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد کې اتمه ناحیه وسلوالو طالبانو نیولي.

ویل کیږی چې دې جګړه کې افغان حکومت ته مرګ ژوبله ډیره اوښتي.

د وسلوالو طالبان وايي په جګړه کې ۲۵ تنه مړه او ټپیان او ۲۳ نور یې ژوندي نیولي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې اړوند په ټيوټر داسې لیکلي،

“د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد اړوند ده بالا سیمه کې دمزدور دښمن یوه مهمه قرارګاه او ۳ پوستې فتحه او یاده سیمه په بشپړه توګه د دښمن له وجود څخه پاکه شوه.
۲۵ تنه پولیس مړه او ټپيان شول، ۲۳ تنه نور ژوندي ونیول شول.”

له هلمند ورسته دادی اوس د بدخشان مرکز هم د وسلوالو طالبانو تر جدي تهدید لاندي دی

بدخشان د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې په ډیری ولسوالیو کې یې وار له مخي طالبان پراخ حضور لري.

د نظامي چارو د شنونکو په اند که مرکزي حکومت په وخت لاس په کار نه شي نو لرې نه ده چې بدخشان هم د کندوز په برخلیک اخته شي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *