طالبان؛ موږ نظام او حاکمیت له چا په خیرات کې نه غواړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبان؛ موږ نظام او حاکمیت له چا په خیرات کې نه غواړو

طالبانو د دکابل نیوز د ورستي خبر په اړه سخت غبرګون ښودلی
د کابل نیوز په راپور کې ویل شوي.

“‏طالبانو منلې چې له امریکایانو سره پټ توافقات لري
د امریکا او طالبانو ترمنځ په پټه توافقنامه کې طالبانو ته په مشروط ډول د حکومت د انتقال خبره شوې.”
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل نیوز د دې خبر په غبرګون کې په خپل ټیوټر داسې لیکلي.

“موږ د کابل نیوز په نامه رسنۍ هغه افواهات په کلکه ردوو چې وايي اسلامي امارت له امریکا څخه غوښتي چې واک موږته وسپاري او ګواکې کومه پټه معامله ورسره لري.”
طالبانو ویلي موږ نظام او حاکمیت له چا نه په خیرات کې نه غواړو

د مجاهد په خبره که داسې ممکن وای نو موږ بیا دا شل کاله مبازره نه کوله بلکي هر څه به مو په معامله تر سره کول.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې دوی له امریکا سره په مذاکراتو کې په داخلي اړخ خبره نه ده کړي.

طالبانو ویلي دا رنګه پروپاګند د افعان سولې د تخریب یوه هڅه ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *