په بدخشان او فاریاب کې ګن شمیر پولیس طالبانو ته ورغلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په بدخشان او فاریاب کې ګن شمیر پولیس طالبانو ته ورغلي

د بدخشان ولایت څخه خبرونه وایی د یاد ولایت د خواهان ولسوالۍ مربوط حوض سیمه کې د افغان حکومت ۵۱ تنه د نظم عامه پولیس چې مخکي یې د افغان دولت په لیکو کې دندي درلودي له خپلو دندو لاس په سر شوي او له طالبانو سره یو ځاي شوي.

د بدخشان ځايي چارواکي تائیدوي چې ۲۰ تنه اربکیان د خواهان ولسولۍ کې د طالبانو له مسلسلو بریدونو ورسته طالبانو ته تسلیم شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړوند په خپل ټیوټر داسې لیکلي.
‏ “د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند حوض سیمه کې د کابل ادرارې ۵۱ تنه پولیس او اربکیان د وضعیت او حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له خپلو ټولو وسلو او تجهیزاتو سره یوځای مجاهدینو ته راغلل.”

خو د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني بیا رسنیو ته ویلي.

“طالبانو له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د خواهان ولسوالۍ په حوض سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه پیل کړي او ډېری پوستې یې کلابندې کړې وې چې په پایله کې یې شل سرتېري وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.”

دا په داسې حال دې چې د هیواد په ګنو ولایتونو کې ډیری د افغان حکومت نظامي او ملکي کسان طالبانو ته ورغلي او خپل سولیز ژوند یې شروع کړی.

همدا شان د فاریاب او پکتیکا په ولایتونو کې ۱۰ تنه نور هم طالبانو سره یو ځاي شوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *