دروند مٌلا برادر؛ د سرخم د مانده له ترپ نه د دوحې د شیراټون تر خرپه! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

دروند مٌلا برادر؛ د سرخم د مانده له ترپ نه د دوحې د شیراټون تر خرپه!

دروند مٌلا برادر؛ د سرخم د مانده له ترپ نه د دوحې د شیراټون تر خرپه!

استاد محمد زمان مزمل

ما هم چې د درانده مٌلا برادر صاحب عکس او څادر د امریکا له وزیر خارجه پمپیو سره ولید نو تر هر څه دمخه مې الله تعالی ته شکر وایست چې تا زموږ معاصر افغانان په هېڅ میدان کې خائب او نامراده نکړل.

دې تصویر زه د خپلو کمو معلوماتو باوجود ددغه مشر طالب تېر تاریخ ته چې هغه د خدای بخښلي ملامحمد عمر مجاهد صاحب د سر سړیو په سر کې د اعتماد په هاغو مدارجو کې وه چې د سپېرو بدو پېښو په تل او د پرتمینو پېښو په عروج کې مٌلا بردار په یو باثباته جوښت هاند هغه د ژرندې لاندې ډبره وه.

هغه د ابدالیانو په هرات کې د مشر مٌلا محمد عمر مجاهد په اعتماد پوره والي و ،د هرات په لور د تحریک ځنډن ولې فاتح یون او هلته بیا په هرات کې د ایران د ګواښونو په وړاندې د هرات او افغانستان مورال پخپله کرښه ساتل هغه څه و چې د تحریک مشرانو ته یې ویاړ پاتې دی.

همداسې مٌلا بردار صاحب منحیث یو طالب د هاغې قول اردو مشر وه چې ولایتونو یې پایکپو ته قلف دروازې بې جنګ پرانیستې.

د پمپیو په ملاقات کې او ددې تصویر په سیما کې مې دا ولوست چې هغه لوی خدای د همدغسې یوه فاتحانه دریځ لپاره له هاغه خطراتو او د زندان له اوسپنیزو دروازو شاته راوکیښ چې دده نورو ملګرو پکې سرونه وخوړل.

د شيراټون تصویر په یوه رؤیا کې زه د جابرې امریکا هغه ټکر ته یوړم چې بش پکې د صلیبي جګړې په عنوان افغانستان اوله او د جنګ موخه کړه.

ماته د ازمېښت هغه ټیټ تل رایاد شو چې مٌلا بردار صاحب پکې د یوه ژوندي او اوږد کاروان بلا سړي او وسائل د امریکا د b52 د لومړي پروګرام د ناکامولو په هوډ ارزګان ته د ټکر لپاره وښوځاوه ولې د بش لومړی هجوم هومره قهرېدلی هجوم وه چې د هوایې ځواک په وړاندې یې ددغه مجاهد اوږد کاروان د مقابلې په ځای مړي شهیدان او ټول وسائل په میدان سترې وترې لویدلي پرېښودل او دۀ په یو فاتحانه ترپ کې سیمه مخ په کندهار پرېښوده او هغه د پښتو د مثل مطابق د سرخم شوم مانده له ترپه ځان کندهار کې له ملګرو سره یوځای کړ.

د مٌلا بردار اخوند دغه ترپ تر شا د مقاومت هغه سلسلې شوې چې دئ پکې په شل کلن جنګ کې د مرګ د بلا ګرېوانونو نه او د پاکستان د اوږده زندان نه د دوحې هغه شیراټون ته راورساوه چې دده په تقدیر کې به لا مخکې کښلي وه ،مٌلا ګل د طالبانو مخکښه مجموعه طیب اغا صاحب، مٌلا امیر محمد صاحب، رئیس د بغلان او مٌلا عبدالرازق صاحب د شاوليکوټ په سوزني کې د حامد کرزي سره کېنول هغوی له دوی وغوښتل چې مٌلا محمد عمر صاحب خپله ماته تسلیم کړي او ووایې چې موږ حکومت نشو کړائ، حکومت راغلي ټیم ته سپارم.

ولې د تورې بدې ورځې په تل کې د ځینو په روایت دغه ټیم معذرت وغوښت چې دا به څوک لوی مٌلاصاحب ته ووایې چې داسې اعلان وکړي او هغه په هیڅ صورت دغسې اعلان نکوي.

داسې د طالبانو وروستی زور او حضور په یوه چوپه خوله کې کندهار د دیموکراسۍ پړاو ته خالي پرېښود، ولې د بده مرغه چې راغلې امریکا او افغاني ملګرو یې طالب پخپل لرې کلیو او خټینو کورونو کې هم پرې نه ښود او چې په تنګ شي نو په جنګ شي، دې ماجرا د طالب په نوي پړاو کې نوی او بې څاری موج واخیست.

موج چې یوه ورځ به یې له طفیله د مغارو ورک طالبان د تروریزم پر ضد د امریکا شوې جګړه ګټي او د متوسط قامت او پخپل افغاني جامه کې باوقاره مٌلابرادر صاحب به پکې د افغانستان ورانونکې امریکا د بهرنيو چارو وزیر پمپیو سره د یو فاتح طرف په توګه خبرو او د پاڼو امضاء ته په وقار درېږي او غږېږي.

که څه هم د طالبانو او امریکا تېر تړون له طالب او خپله د مٌلامحمد عمر مجاهد د معاون مٌلابرادر صاحب نه هغه دروند پېټی ښکته کړ ،ولې سیاست او مذاکرات او د خپل ولس سره شریکه پرېکړه چې د امریکا سره د تفاهم په نسبت د تیندکونو، ښوییدنو او خپل ملت ته د تدبیر او عقل امتحان دی.

هیله کوو بلکې دعا کوو چې طالب مشران پکې د امریکا د تړون مخکې ګټلی برم د خپل سیالو افغانانو په مذاکراتو کې ونه بایلي او دغه د شلو کلونو مسافره او زورېدلې له هر در شړل شوې سوله خدای پاک د همدغو مذهبي مشرانو په رحم او تعقل محققه کړي او د یتیمانو په اوښکو لانده ګرېوانونه میندې د اخر ځل لپاره ومینځي.

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *